The news is by your side.

پاکستان وايي، د افغان سولې پروسه کې رښتیني کېږو

خبریال وېبپاڼه/ افغانستان سره د پاکستان دوستي له هېڅ څه د ډېر څه تمه کول دي او په نیت یې هېڅلکه باور په کار نه دی، خو اوس یې یو ځل بیا د افغان سولې په برخه کې د همکاریو غاړه تازه کړې ده. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي او خپله ګټه یې بولي، ځکه په وینا یې په دې سره د سیمې ثبات تامینېږي.

هغه ویلي چې دوی له طالبانو سره ښې اړیکې لري خو پر دغه ډله کنټرول نه لري او غواړي له داسې سیستماتیکو لارو چارو ګټه واخلي ، چې نتیجه یې د جګړې پای ته رسول وي.

دده په خبره دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي او د افغان حکومت په خوښه په دې پروسه کې همکاري کولی شي، څو نور جګړه ختمه شي.

قریشي دا هم ویلي چې په افغانستان کې سوله د افغانانو په ګټه ده او په خبره یې طالبان هم افغانان دي او تر جګړې یې په سوله کې ګټه ډېره ده.

هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

 قریشي داسې مهال دا خبرې کوي چې افغان حکومت پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړی بولي او وايي له سولې سره رښتینې همکاري نه کوي.

Comments are closed.