The news is by your side.

طالبه اوس له چا سره جهاد پاکستان دي په امريکا وژني

خبريال ويب پاڼه/ طالب جانه هره ورځ د الله ج په پاک نوم د الله اکبر په اخيستلو سره د جهاد نوم لاندې لسګونه افغانان ستا د جګړې قرباني کيږي.

ستا ملاتړی پاکستان دی هغه پاکستان چې ستا روغه واکمني په امريکا دړې وړې کړه ستا له مشرانو يې کالي ايستلی او لڅ لغړ يې همدې کفارو ته په لاس ورکړل ايا دا دي ياد نه سي او که سر نه خلاصوې.

راځه چې دپاکستان پر تاسو د تيري لپاره ثبتونه وړاندې کړم د‌ عبدالسلام ضعیف کتاب ولوله چې خپله د جهاد د اصلی ځای او منافقينو درک درته مالوم سي.

پاکستان شل کاله امريکا اکمال کړه ته خو امريکا دښمن بولې او وايې هیڅکله نه ورسره کښېنم خو ستا ملاتړي پاکستان يوځل بيا ستا او زما ځپلو هېواد ورانولو لپاره هوايي حريم او ځمکنۍ اډې ورکړې دا تر اشغال بدتره موضوع ده يوازي پښتون هدف ګرځول سوی ته خو هم پښتون افغان او مسلمان يې تر ټولو زیات دي په دین اسلام او وطن خوا بدیږی اوس به ستا عکس العمل څه وي جهاد لپاره به کوم ځای غوره کړې؟

 

پاکستان کې که افغانستان کې جهاد؟

طالبه ته وايې چې امریکا افغانستان کې ماته سوله خو ستا دا مات د ښمن بيا هم ستا خاوره کې پروت دی يوازي دا يوه محکومه سيمه او په ظلم تر تسلط لاندې سوې مهمه خبره داده چې ته به په دې اړه کوم اقدام وکړي اوس به ستا جهاد غيرت شهامت او مستقليت مالوم سي موږ به وګورو چې صرف د پاکستان خلاف جګړه څه چې يوه خبره کولی سې يانه موږ به وګورو چې ته د خداي ج د لارې عسکر يې او که د پاکستان په دې کې هيڅ شک نسته چې ته به چپ پاتيږې ته به هيڅ نه وايې ځکه چې پاکستان کې خو جهاد روا نه دی.

خو دومره بايد طالب ته وويل سي چې ته د هېواد د استقلال خبره کوې خو ستا وطن اصل کې د سرتیرو وتلو وروسته اشغال کيږي او دا اشعال به تر ټولو خطرناکه وي، هره ورځ به ترهه ګرۍ سره د مبارزې پټ نوم امريکا عام افغانان بمباردوي هره ورځ به تا او ستا جهادي ملګري وژني خو امريکا سره به څوک بيا جهاد نکوي ځکه امريکا پاکستان کې ده او هلته جهاد نسته ځکه هر قايم دي.

خو د خدای ج د ټولو اموراتو په نظر کې نیولو سره هر ځای جهاد سته او هلته خو بيخي سته چې غليم يې راته ساتلی وي.

هيله ده طالب جان پوی سوی او د امريکا په وړاندې د پاکستان دولت سره جهاد اعلان کړي

Comments are closed.