The news is by your side.

ښايي افغان طالبان د تحریک طالبان  سره یوځای پاکستان ته بلا سي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د کړکیچ په هکله داسې راپورنه هم خپاره سوي چې د افغانستان په تاوان کې به د پاکستان هم لوی تاوان وي، ځکه که طالبان پیاوړي سي نو د پاکستان لپاره هم ګواښ رامنځ ته کولی سي.

په دې هکله د ایرو اېشیا رېویو خپرونې یو مطلب د طالبانو د پیاوړي کیدلو تر عنوان لاندې چاپ کړی او دا ځل یې دا برخه چې د افغاني طالبانو پیاوړې کیدل د پاکستان څومره په زیان دي څیړلي دي.

اېشیا خپرونې ویلي که افغانستان له ګډوډیو سره مخ نو پاکستان به هم هیڅ کله په امن کې پاتي نه سي ځکه چې د افغانستان له پاکستان سره ۲۴۰۰ کیلیومتره واټن ګاونډیتوب لري.

د خپرونې په باور دا شکه وتلې خبره ده چې د افغاني طالبانو په پیاوړي کیدلو سره به د پاکستان امنیت او ثبات هم اغېزمن سي او دلته به هم نا امنۍ پیل وکړي، ځکه چې افغاني طالبانو سره د تحریک طالبان وفاداري موجوده او تل یې یو له بل سره مرستې کړې.

مطلب زیاتوي په پاکستان کې فعالې  افراطي ډلې له افغان طالبانو سره فکري مشترکات لري چې تل يې په عملیاتي لحاظ یو د بل مرستې ته ور دانګلي او مرستې يې سره کړې دي.

د خپرونې له انده که طالبان پياوړي یا هم واک ته ورسیږي نو لیري نه ده چې د پاکستان اورپکې ډلې هم ترې تغذیه کیدلای سي او بیا به د پاکستان خیر نه وي.

خپرونې پاکستان ته د انتخاب حق ورکړی او زیاته کړې يې ده چې پاکستان باید په دې حیاتي مراحلو کې له پوره احتیاطه کار واخلي او ځان خراب نکړي.

په دې وروستیو کې بلوچستان او وزرستان کې د پاکستاني عسکرو خلاف بریدونه زیات سوي او وسلوال کسان تل پاکستاني عسکر په هلاکت رسوي چې ورسره سم د پاکستان دولت هم وارخطا او د ځان ژغورنې  په لټه کې دی.

تراوسه پوري که څه هم پاکستان په خپل کیندل سوي کوهي کې نه دی غوځیدلی خو دا چاره ډیره نژدې ده چې پاکستان به د خپلو کرل سویو بدیو مزه وڅکي ځکه افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه او د لته د سولې راتګ د پاکستان د زوال نښه ده

Comments are closed.