The news is by your side.

د لغماني سره د اریانا نیوزمرکه/ د دوستم ویاند وکړه او که د دوی خبریال

خبریال ویب پاڼه/ په دې وروستیو کې د دولت له لوري د فاریاب  د نوي واالي محمد داود لغمانی د ټاکیدلو پر سر فاریاب کې د جنبش ګوند لږکیو لاریونونه وکړل او ولایت مقام دروازې يې و تړلې هغوی وویل چې په فاریاب کې لغمانی نه مني بلکې د دوی له منځه دي یو کس  و اوسي.

د جنجالونو په دې موده کې هره ورځ رسنیزراپورونه خپریدل او رسنیو خپل مسؤلیت د خلکو او دولت په وړاندې ادا کړی خو له بده مرغه له داسې جنجالونو یو شمېر منفوري او تعصب ګرې رسنۍ بده ګټه اخلي او په دې کې د خپلو تعصباتو زور کاږي.

د فاریاب لپاره نوی والي محمد داود لغمانی د افغان دولت او ولسمشر له لوري په قانوني ډول سره د فاریاب د والي په صفت وګمارل سو دا چې د سیمه ییزو خلکو نه وو، خوښ او بیرته لیري سو دا بېله موضوع وه خو له دې موقع څخه د خپلو تعصباتو زور کښلو په هکله باید پوښتنه وسي.

د اریانا نیوز په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون د پس از خبر د یوې خپرونې چلوونکې بيژن ارین چې په دې خپرونه کې ناست او د فاریاب له والي محمد داود لغماني څخه یې کومې پوښتنې کولې ورڅخه د تعصب بوی راته او له ځان يې د دوستم او یاهم د جنبش ګوند ویاند جوړ کړی وو، هغه له لغماني څخه داسې پوښتنې کولې چې یوازي يې ښايي د دوستم زوی او یاهم دجنبش ګوند کوم ویاند ځینې وکړي.

په افغانستان کې له بده مرغه چې په رسنیزه برخه کې هم د قانون نه حاکمیت او د خبریال په نوم د تعصبګرو او جاسوسو کسانو ځای پر ځای کیدل هغه لاملونه دي چې دوی یوازي داسې جنجالونو ته ناست دي او چې څنګه ورته د قوم پرستۍ او تعصب جامه ور واغوندي دا دوی ښه زده دي.

په دې هکله باید د اریانا نیوز له مسؤلینو وضاحت وغوښتل چې د ژورنالیزم د پاک مسلک له ډګره د یوه داسې بد بینه او تعصب ګر ادرس رامنځ ته کول د دوی پالیسي او که دا کس دخبریال په نوم په اریانان نیوز کې د دوستم استازی دی؟

تر کومه بریده چې په داسې مسایلو کې فکر کیږي ډيری رسنۍ او نهادونه دومره کوچنیو خبرو ته لوی پوښښ ورکوي او غواړي د خبلو شومو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د خلکو له پاکو احساساتوکار واخلي.

د هېواد په کچه که څه هم ډیري زیاتي رسنۍ شتون لري خو اریانا نیوز ځان په ملي رسنیو کې شماري خو که چیري د دې مرکې او د خبریال په نوم د دې تعصب ګر شخص په اړه مالومات او قناعت کوونکی ځواب ونه وايي نو بیا دا ټلویزیون یوازي باید د تعصب مرجع او د دوستم کرایه سوي ټلویزیون په نوم وپيژندل سي.

د بیژن په نوم دا   متعصب خبریال ځان د دوستم د ویاند په څېر جوړوي او له  لغماني څخه دا پوښتنه کوي چې تاسو هلته څه کوئ د والي ټاکل خو دوستم پوري تعلق لري؟

دا متعصب د خپلو سوالونو په جریان کې وایي تاسو د ارګان های محل له لوري والي او د ولسمشر له لوري یاست تاسو خلک نه مني او هغوی د ټاکنو له لوري څلور نفره بیرته ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز کوي

والي لغماني د دې متعصب د پوښتنو په ځواب ویلو ورته سپارښتنه کوي چې حوصله ولرئ خو دا اریانا نیوز دا متعصب خبریال د خپلې شومې موخې په هدف د ژورنالیزم د ټولو اصولو خلاف داسې یو طرفه پوښتنې چې یوه خصوصي رسنۍ  څه چې د دوستم رسنۍ هم وي په کار نه وه چې داسې پوښتنې سوې وای اوس د رسنیو د کنټرول او هغه ټولنې چې رسنۍ کنټرولوي باید دې موضوع ته رسیدګي وکړي

Comments are closed.