The news is by your side.

دوه نیم میلیارده ډالر د کاله شخصي جیبونو ته ځي

خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر اعلان وکړ چې په ګمرکاتو کې د فساد له امله په ورځني ډول اته میلیونه ډالر غلا کیږي اوس ولسي جرګې هم تور پوري کړی چې د فساد اوج دې ته رسیدلی چې دوه نیم میلیارده ډالر د کاله شخصي جیبونو ته ځي.

دوه نیم میلیارده ډالر چې  په کلني ډول د فغانستان نیمايي یاهم اضافه بودجه جوړوي که چیري دا پیسې دولت کنټرول او خزانې تحویل کړي نو افغانستان په کراره مخ پر وده هېوادونو کې راسي.

تراوسه پوري لاهم افغانستان په نړیواله کچه د هغه هېواونو نوملړ په سرکې ځای لري چې فساد پکښي اوج ته رسیدلی او ورځ تر بلې د ودې په حالت کې دی.

د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په خپلو تازه څرګنودونو کې د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې هر کال نژدې دوه نیم میلیارده ډالر شخصي جیبونو ته ځي.

د ده په وینا په هېواد کې د فساد له امله دوه نیم میلیارده ډالر ضایع کیږي او شخصي جیبونو ته ځي.

هغه نن د ولسي جرګې په امتیازي ساعت کې پر دولت د فساد په برخه کې کلکه نیوکه وکړه او زیاته يې کړه چې د فساد او په تیره مالیاتي برخه کې فساد اوج ته رسیدلی او هر کال دوه نیم میلیارده ډالر حیف ومیل کیږي.

پر همدې مهال د ولسي جرګې رییس د دې څرګندونو پر مهال د دې جرګې غړي وایي چې ژر ترژره باید د افغانستان مالیې سرپرست وزیر لویه څارنوالۍ ته د څیړنو لپاره معرفي سي او په دې هکله مالومات ورکړي.

د ولسي جرګې د رییس په خبرو کې راغلي چې دهېواد ۲۸ بندرونه او ټول ګمرکونه په فساد کې غرق دي او هیڅو د دې فساد د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي.

که څه افغان دولت د فساد سره د مبارزې خبره کوي خو دا چې فساد کم سوی نه دی نژدې هره ورځ په د فساد نوې بڼې رامنځ ته کیږي ځکه نو له همدې کبله افغانسستان لاهم د نړۍ په کچه په لویو فاسدو هېوانو کې راځي چې نړیوال اعتبار او نوم ته یې په زیان رسیدلو سره نور زیانونه هم لیدلي

Comments are closed.