The news is by your side.

د افغان سیکهانو کورنۍ هېواد ته د سولې په هیله ستنې سوې

خبریال ویب پاڼه/ تیرو لږ ترلږه دوه کلونو د افغان سیکهانو کورنۍ له هېواده ایستلو ته مجبوره کړې خو اوس بیرته یو شمېر کورنۍ بیرته افغانستان ته راغلې او دولت ورسره مرسته کړې.

وروسته له هغه چې څو ځله په کابل او جلال اباد کې د افغان سیکهانو پر درمسال او مرکزونو بریدونه وسول ګڼو افغان سیکهانو له افغانستانه هندستان ته خپلې کډې یوړې او دلته د خپل ځان او کورنیو امنیت لپاره اندېښمن ول.

خو اوس یوځل بیرته ۴۰ هغه کورنۍ افغان سیکهان چې وړاندې له هېواده کډوال سوي وو، بیرته کابل ته راغلي و پریکړه يې کړې چې همدلته به ژوند کوي.

تراوسه پوري افغان دولت له دې راغلو کورنیو سره یو لړ مرستې کړې او ښايي د خپلو مرستو دا لړۍ له دې کسانو سره نوره هم اوږده کړې او هیلې  سته چې نور کډوال سوي افغان سیکهان به هم هېواد راستانه سي.

په ولسي جرګه کې د افغان سیکهانو استازي نریند سنکهـ خالصه وویل دا ۴۰ کورنۍ د همدې اونۍ په سر کې هېواد ته راستنې  سوې چې ورسره د خوراکي او نقدو پیسو مرستې هم  سوې دي.

که څه هم ګڼ هېواد وال هغه مهال د اهل هنود هېوادوالو په کډوال کیدلو خفه ول خو دا چې بیرته راځي د خوښۍ ځای دی دا کسان وروسته له هغه چې د امنیتي تدابیروپه نظر کې نیولو يې افغانستان کې ژوند خوښ کړی راغلي دي او ښايي هغه نور اهل هنود هېوادوال چې لاهم نه دي راغلي ښايي هېواد ته د راتګ لپاره زړه ښه کړي.

تراوسه پوري دولت له دې راغلیو کسانو او کورنیو سره اولیه مرستې هم کړې او له دې وروسته اړتیا هم ده چې باید دامنیت د تامین په برخه کې هم د دوی ژوند ته پاملرنه وسي.

تر ډیره بریده د هېواد اهل  هنود افغان لږکي کابل او جلال اباد ښار کې اوسیږي او هلته درمسالونه هم لري چې په دې وروستیو کلونو کې د نا امنیو بدې څپې وځپل او د خپل راتلوونکې په اړه يې خورا اندېښنې را پورته سولې ځکه نوله همدې امله کډوال او له هېواده ووتل دولت ترهرڅه وړاندي باید د نویو راغلو کورنیو د امنیت د تامین لپاره هلې ځلې وکړي

Comments are closed.