The news is by your side.

د سي‌ای‌اې مشر: ښايي امریکايي سرتېري له افغانستانه ونه وځي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل تر اوسه د چا زړه ته نه لوېږي او وايي چې دا ناممکنه ده چې امریکا دې افغانستان غوندې هېواد چې مهم ستراتیژیک موقعیت لري، پرېږدي، اوس د سي اې اې مشر تازه په دې اړه څرګندونې کړې دي.
جنرال ډیوېډ پټریوس د سي آی اې مشر په خپله تازه مرکه کې ویلي چې که چېرته افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شي؛ نو احتمال شته چې امریکا د خپلو سرتېرو له ایستلو په شا شي او د نامالومې مودې لپاره یې دلته پرېږدي.
هغه په تازه مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته د کورنیو جګړو د پېښېدو احتمال شته؛ نو ښایي امریکايي سرتېري په بشپړ ډول له افغانستان څخه و نه وځي.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د سولې او افغانستان کې د جګړې د پای لپاره هېڅ پلان نه لري؛ نو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جګړو قرباني شي.
پټریوس ویلي، چې افغانستان کې به د جګړې د دوام په صورت کې امریکا له خپلې پرېکړې تېر شي او د جګړې د دوام لپاره به یو ځل بیا اقدام وکړي نوموړی تمه لري، چې د افغان سولې پروسه مثبتې پایلې ولري؛ که طالبان یاده پروسه له ننګونو سره مخ کړي؛ نو امریکا به له خپلو پرېکړو پېښمانه شي.
باید یاده شي، چې امریکا په داسې حال کې د خپلو سرتېرو د نه وتلو خبرداری ورکوي، چې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او د ملکي وګړو تلفات تر پخوا ۲۷ سلنه ډېر شوي دي.
دغه راز تېره ورځ پنټاګون هم افغانستان کې د نشه یي توکو د کرکېلې د کچې لوړېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان د نشه یي توکو د کرکېلې په برخه کې په ستر ګواښ بدل شي.
امریکا داسې مهال له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو پرېکړې کړې، چې په خپلو دوه اساسي موخو، د ترهګرو او نشه یې توکو په له منځه وړولو کې پاتې راغلی دی.

Comments are closed.