The news is by your side.

ولسي جرګه وايي، خلیلزاد غواړي کورنۍ جګړه رامنځته کړي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د افغان سولې په برخه کې د امریکا پر نیت ان پخوا شک موجود و او د سولې کوترې؟ زلمي خلیلزاد دې برخه کې څومره چې لازمه وه، هغسې رول نه لوباوه، خو اوس تازه ولسي جرګې دې برخه کې توندې نیوکې کړې دي.
ولسي جرګې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په لټه کې ده او دې برخه کې هغسې کار نه کوي، لکه څومره چې لازمه ده او له لاسه یې کېږي.
د ولسي جرګې ځينې غړي وایي د افغان سولې لپاره د امریکا ديپلوماتیک ماموریت ددې پر ځای چې د جګړو له کمولو سره مرسته وکړي برعکس د جګړو د ډېرېدو او تاوتریخوالي سبب شوی دی او وضعیت یې تر بدو بدتر کړی دی.
د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل چې زلمی خلیلزاد او ورسره مل پلاوی یې په رښتیني توګه د جګړې د کمولو په لټه کې نه دي، بلکې په دې لټه کې دي چې افغانستان د کورنۍ جګړې لور ته بوځي.
نوموړي پر وکیلانو غږ وکړ چې یو شل کسیز پلاوی جوړ کړي او طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره دې تیاری ونیسي، څو وضعیت یو څه تغییر او مثبت لور ته سوق شي.
هغه زیاته کړه چې د حکومت ډيری چارواکي پردي دي، له نورو هېوادونو راغلي او له امریکا سره یو ځای به له دې هېواد ځي نو ځکه دوی ته د افغانستان سوله مهمه نه ده.
وکیلانو ټینګار وکړ چې نړیوال دې هم په افغانستان کې د جګړې د کمولو لپاره هڅه وکړي او نړیوال بنسټونه دې هم په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرې تر اوسه بیا درېدلې دي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړې زور اخیستی دی چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.

Comments are closed.

koi finance