The news is by your side.

د قومونو د انسجام نوی کمیسون جوړ سوی

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي د ولسمشر په امر يې د قومونو د انسجام یو کمیسون جوړ کړی چې په مرکز ولایتونو او ولسوالیو کې به د سولې لپاره کار کوي.

په وړاندې سویو مالوماتو کې راغلي دوی به د سولې په برخه کې افغان ولسمشر د کابینې غړو او د سولې په برخه کې مسؤلینو ته اړینې مشورې ورکوي او په دې برخه کې به کار کوي.

په جزیاتو کې ویل سوي چې د کمیسون غړي به په ولایتونو او ولسوالیو کې د سیمې له خلکو او  طالبانو سره د سولې په اړه هم بحثونه کوي.

دا کمیسونو په داسې حال کې جوړیږي چې افغان دولت د یوه واحد نظرد رامنځ ته کیدلو لپاره د مشرتابه یوه شورا جوړوي ترڅو د سیاسونو او دولت یوه واحده نظریه د سولې په هکله وړاندې کړي.

د قومونو د انسجام شورا او کمیسون درې عمده دندې دې د سولې په برخه کې مشورې ورکول او د ولایتونو او ولسوالیو په کچه عملا د سولې په برخه کې کارکول.

د ولسمشر  او حکومت پریکړې په اصلي بڼه تر خلکو رسول.

په ولایتونو او ولسوالیو کې دجرګو له لارې د لویو قامي ستونزو او شخړو اوارول.

کمیسونو به د ټول افغانستان په کچه په دې دریو مهمو برخو کې خپلې اصلي موخې او هدفونه تنظیموي او د افغان سولې لپاره په محلي او ملي کچه باندې کار کوي

که څه هم د افغانستان په کچه د سولې لپآره د محلي اجماع رامنځ ته کولو لپاره دومره اړتیا نه وه خو د سیم ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د داسې یوه کمیسون زیاته اړتیا وه چې باید جوړ سوی وای.

د سولې لپاره تراوسه که هرڅه رامنځ ته سوي یاهم جوړ سوي دي هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې  شاوخوا دوه کاله کیږي چې د افغانستان او نړۍ په کچه د افغان سولې لپاره هڅې  پیل سوې ترڅو روانه شل کلنه جګړه پای ته ورسوي خو لاهم ورځ تر بلې په هېواد کې جګړه سختیږي او د سولې په وړاندې د افغانانو باور له منځه ځي خو باورونه سته چې د ترکیې کنفذرانس له جوړیدلو وروسته به د سولې په برخه کې عملي بدلونونه راځي

Comments are closed.