The news is by your side.

د سولې خبرې څوک پکښي خنډ اچوي؟

خبریال ویب پاڼه/ طالبان او دولت دواړه نور هغه درشل ته رسیدلي چې باید نور د سولې خبروته کښیني او د یو دایمي سولې او افغانستان کې د یوه امن راتلوونکي لپاره کار وکړي.

راپورونه وایي چې طالبان به په نژدې راتلوونکې د ترکیې کنفرانس او سولې خبرو ته د را ګرځیدلو لپاره په رسمي ډول څه ووايي خو خبره داده چې ولې دا خبرې نه پیلیږي او څه وخت به پيل سي؟

طالبانو تور پوري کړی چې افغان دولت د سولې خبرو کې خنډونه جوړوي او سولې کولو ته نه حاضریږي هغوی ځانونه پر حق بولي او نور يې له دې دریځ څخه داسې ښکاري لکه دوی چې د سولې هرنګه هوکړي او خبرو ته ژمن وي.

طالبانو ویلي تر اورکم دوی جګړې ختمول غواړي ترڅو په افغانستان کې روانه جګړه ختمه او سوله وسي خو دولت يې په پلمو لټولو تورن کړی.

دولت څه وايې؟

تراوسه پوري افغان دولت د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو تل يې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتیدلو له امله پر هغوی انتقاد کړی او ویلي يې دي چې طالبان د جګړې په دوام سره غواړي چې د سولې بهیر له خنډ سره مخ کړي

د طالبانو له لوري په ګڼو ولایتونو کې دجګړو له شدته وروسته یو شمېر بهرنیو هېوادونو هم پر طالبانو شک وکړ چې په جګړه کولو سره کومه ژمنتیا نلري خو د دې ټولو ادعاوو او خبرو سره سره بیاهم طالبانو خپلو بریدونو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې او دا مهال له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

اوس دولت د یوې عالي شورا په جوړولو سره لګیا دی او ښايي تر هغه وروسته د سولې خبرو په هکله یو متحد دریځ څرګند کړي خو تراوسه چې کومې څرګندونې کړې طالبان يې تورن کړي چې سوله نه غواړي افغان ولسمشر په خپلو مخکنیو څرګندونې کې ویلي چې بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبانو ته د جګړې کولو ټولې پلمې ختمې سوې او نور باید له جګړې لاس واخلي د اختر له درې ورځني  اوربند کولو وروسته له طالبانو د دې اوربند د مودې غځولو غوښتنه وسوه خو طالبانو پر جګړه کولو د تمرکز خبره وکړه او اوربند يې اوږد نکړ

امریکا په کوم رول کې  ده؟

امریکا د پخوا په پرتله اوس تر یوه حده د بې طرفه هېواد شکل غوره کړی خو اوس هم اصلي  رول د دوی په لاس کې دی چې څه به وکړي؟

Comments are closed.