fbpx

په تېرو دوو میاشتو کې پراخ عملیات شوي

د ۲۰۵ اتل قول اردو سرپرست او د لوی درستیز لومړی مرستیال وايي، په کندهار او سوېلي ولایتونو کې امنیتي ځواکونو د دفاع پر ځای تعرضي حالت غوره کړی او په ګڼو هغو سیمو کې یې عملیات کړي چې تېر لس- دولس کلونه په کې نه وو شوي.
ډګر جنرال عبدالحمید حمید دغه څرګندونې په کندهار هوايي ډګر کې د ۲۰۵ اتل قول اردو په قومندانۍ کې خبریالانو ته وکړې.
هغه زیاته کړه، په تېرو دوو میاشتو کې د کندهار، اروزګان او زابل په ګڼو هغو سیمې کې پراخ عملیات شوي او اوس هم روان دي چې لسګونه وسله وال په کې وژل شوي او د هغوی د روزنې، ماین جوړونې او اکمالاتو دایمي مرکزونه ویجاړ شوي دي.
نوموړي د اروزګان او زابل ولایتونو څو ولسوالۍ یادې کړې چې د عملیاتو په پایله کې په کې امنیتي ساحې پراخې شوي او ډېرې سیمې د وسله والو له ولکې ایستل شوې دي.
جنرال حمید په کندهار کې د میوند او د شاه ولیکوټ د عملیاتو په اړه هم معلومات ورکړل چې د ده په خبره، چې د وسله والو مرکزونه په کې له منځه وړل شوي دي.
ده وویل، د میوند ولسوالۍ په بند تېمور ساحه کې د شپږ ورځنیو عملیاتو په پایله کې ۳۳ کیلومتره ساحه له وسله والو پاکه شوه، د هغوی درې ډېر لوی ډیپوګان او مرکزونه له منځه یوړل شول او لسګونو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز هغه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د ځنګل سیمه یاده کړه چې په تېرو دولسو کلونو کې په کې عملیات نه وو شوي.
دی وايي، دغه سیمه وسله والو د خپل دایمي مرکز په توګه کاروله، همدلته یې د روزنې او ماین جوړولو مرکزونه وو، له همدې ځایه یې اکمالات کول او بریدونه پلانول.
د ده په خبره، په دغو عملیاتو کې چې اوس هم روان دي، لسګونه وسله وال وژل شوي او د هغوی ټول مرکزونه له منځه وړل شوي دي چې په دې توګه به د شاه ولیکوټ تر څنګ میوند، خاکرېز، ارغنداب، دامان او نورې ولسوالۍ د وسله والو له تهدید او ګواښونو وایستل شي.
نوموړی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د وسله والو ۵ ډيپوګان ویجاړ شوي، ۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او ۵۲۸ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
جنرال حمید یادونه وکړه چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د یادونې ده چې وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.