The news is by your side.

بریتانیا ځواکونه را استوي وايي طالبانو بهرنیانو سره سوله کړې خو افغانان وژني

خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې د یو شمېر اسنادو پر بنسټ مالومه شوه چې د بریتانیا یو شمېر ځانګړي ځواکونه افغانستان کې پاتیږي اوس تازه د دې دولت یوه چارواکي دا اعلان کړی.

امریکا بیا ویلي چې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په هکله هوايي بریدونه ارزوي او ژر به کار ورباندې وکړي داسې ښکاري چې له سپټمبره وروسته دا دوه متحدین لاهم افغانستان کې پاتیږي او ورته مهم دی.

بریتانیا حکومت ویلي چې ښايي ځانګړي ځواکونه یې افغانستان کې پآتي که څه تیره ورځ ټول بریتانیايي ځواکونه له افغانستانه ووتل خو د دې هېواد د پوځ  یوه لوړپوړي غړي رسنیو ته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی چې ځينې ځانګړي ځواکونه به يې افغانستان کې پاتي کیږي.

دوی د خپلو سرتیرو د پاتي کیدلو لپآره د ترهه ګرو څارل او افغان ځواکونو ته د مشورې ورکول موخه کړه او ویلي يې دي چې په دې دوه برخو کې به کار کوي.

د بریتانیا دې چارواکي ویلي په افغانستان کې ویره او اندېښنې ډیري شوې ځکه طالبانو  یوازي له بهرنیانو سره سوله کړې او له جګړو يې ښکاري چې افغان دولت سره سولې ته نه دي تیار.

تراوسه پوري روښانه شوي نه ده چې دا سرتیري به څومره وي او د څومره مودې لپاره به په افغانستان کې وی خو ویلي يې دي دا چارې يې د بریتانیا هېواد امنیتي ادارو پوري اړه لري.

طالبانو د نوې جګړې او پر بهرنیانو د بریدونو خبر ورکړ

ه سپټمبر میاشتي وروسته داسې ګنګوسې هم شته چې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سرتیري د امریکا په ګډون په افغانستان کې له سپټمبره وروسته هم پاتیږي چې په هکله يې اوس طالبانو غبرګون ښودلی.

د وسلوالو طالبانو د قطر دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین په خپله تازه مرکه کې ویلي چې نور په افغانستان کې د بهرنیانو حضور نه مني خو زیاته کړې يې ده چې د بهرنیانو ډیپلماټیک شتون سره هیڅ راز ستونزه نلري.

شاهین د خپلو خبرو په دوام پر وروستیو جګړو باندې سترګې پټې کړې او ویلي يې  دي چې دوی د زور له لارې نه غواړي چې واک ته ورته ورسیږي ولې نور ورته د بهرنیو ځواکونو شتون د منلو وړ نه دی.

شاهین له خپله طرفه وویل چې له ټاکلي  وخت وروسته که چیري د بهرنیو ځواکونو حضور دوام پیدا کړي نو د نویو جګړو او بریدونو د پیل خبر يې هم ورکړی.

بریتانیا خپل ځانګړي پوځیان پریږدي راپورنه وایي چې د بریتانیا د دفاع وزارت څخه داسې سندونه تر لاسه شوي چې ښيي له سپټمبر میاشتي وروسته هم ښايي یو شمېر بریتانیايي ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې پاتي شي.

یو شمېر امریکايي ځواکونه چې شمېر به یې تر ۱۰۰۰ نفرو ورسیږي د کابل په هوايي ډګر کې پاتیږي له هغه وروسته به ترکیه هېواد د کابل هوايي ډګر لپاره سرتیري واستوي او دا سرتیري به د ډیر وخت لپاره په کابل کې پاتي شي که څه هم طالبانو له دې هرڅه سره مخالفت کړی خو ښايي دا هېوادونه همداسې وکړي.

Comments are closed.