The news is by your side.

افغانستان کې د امریکا د نوي ماموریت جزیات

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا ولسمشر جو بايډن څو ورځې وړاندې په خپلو خبرو کې له افغان ځواکونو څخه د خپل هوايي ملاتړ  په هکله د چمتوالي خبره وکړه.

اوس تازه راپورونه دادي چې امریکا د بې پیلوټه الوتکو او استخباراتي عملیاتو پر څرګنوالي او طرحو بحثونه کوي ترڅو د خپلو ټولو سرتیرو وتلو وروسته د هوايي بریدونه په وسیله افغانستان کې شته ګواښوننه څنګه له منځه یوسي، او له افغانستانه نړیوالو ته پېښېدونکې خطرونه شنډ کړي.

مالومات ښيي چې د بایډن حکومت او امنیتي ادارې يې پر دې کارکوي چې دا طرحې جوړې او عملي شي او په افغانستان کې په پرمختللي توګه د بې پیلوټه الوتکو پرمټ حالت وڅارل شي.

د امریکا د استازو جرګې هم دا کار خوښ کړی او ویلي يې دي له یوه بل هېواده دي افغانستان کې هغه څوک په نښه شي چې ترهه ګریز فعالیتونه کوي او یاهم له هغه ځایه نړیوالو ته خطرونه جوړوي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د خپلو سرتیرو وتلو ورسته به هم دوی افغانستان کې عملیاتونه ولري او ترهه ګریزو فعالیتونو ته به اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې پرمختګ وکړي دوی او یاهم نړیوالو ته خطرونه رامنځ ته کړي خو داسې ګنګوسې هم شته چې د یو شمېر هېوادونه سرتیري په افغانستان کې د ترهه ګرۍ سره د څارنې په موخه همدلته پاتي کیږي.

بریتانیا ځواکونه را استوي وايي طالبانو بهرنیانو سره سوله کړې خو افغانان وژني

بریتانیا حکومت ویلي چې ښايي ځانګړي ځواکونه یې افغانستان کې پآتي که څه تیره ورځ ټول بریتانیايي ځواکونه له افغانستانه ووتل خو د دې هېواد د پوځ  یوه لوړپوړي غړي رسنیو ته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی چې ځينې ځانګړي ځواکونه به يې افغانستان کې پاتي کیږي.

دوی د خپلو سرتیرو د پاتي کیدلو لپآره د ترهه ګرو څارل او افغان ځواکونو ته د مشورې ورکول موخه کړه او ویلي يې دي چې په دې دوه برخو کې به کار کوي.

د بریتانیا دې چارواکي ویلي په افغانستان کې ویره او اندېښنې ډیري شوې ځکه طالبانو  یوازي له بهرنیانو سره سوله کړې او له جګړو يې ښکاري چې افغان دولت سره سولې ته نه دي تیار.

تراوسه پوري روښانه شوي نه ده چې دا سرتیري به څومره وي او د څومره مودې لپاره به په افغانستان کې وی خو ویلي يې دي دا چارې يې د بریتانیا هېواد امنیتي ادارو پوري اړه لري.

Comments are closed.