The news is by your side.

طالبان خپله سیمه کې رسنیو، میرمنو او نورو سره څه کوي؟

خبریال ویب پاڼه/ وسلوالو طالبانو تازه تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د عامو خلکو، میرمنو رسنیو او نورو خیریه نهادونو د شتون او د دوی د کار په هکله خپله تګلاره اعلان کړه.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل موږ تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې پر خلکو باندې قیودات نه وضعه کوو، او هغه څه چې د طالبانو په هکله خپاره شوي رد يې کړل.

ذبیح الله مجاهد په خپلو نویو څرګندونو کې هغه خبرې چې طالبان په نویو نیول شویو سیمو کې پر رسنیو، ښځو او عامو خلکو قیودات ږدي رد کړل او هغه یو پرپاوګند وبلی، د نوموړي په خبره چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ښوونځي تعلیمي مرکزونه، روغتونونه فعاله دي او رسنۍ کولای شي چې د شریعت په رڼا کې خپلو نشراتو ته دوام ورکړي.

د ده خبره چې تر کنټرول لاندې سیمو کې يې ملکي مامورین خبریالان او د نورو موسساتو کارکوونکې بغیر له کوم ډاره کولای شي چې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

پر ټولنیزو رسنیو او یاهم نورو سرچینو له قوله د طالبانو له لوري د تازه نیولو شویو ولسوالیو په هکله ویل کیږي چې طالبان پر خلکو قیودات وضعه کوي او له خلکو  او نورو فردي ازادي هم اخلي او نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځۍ ته ولاړې شي.

خو طالبانو په اوس وخت کې دا هرڅه رد کړي او ویلي یې دي چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې هرڅه ته مراعت کوي او په خپلو سیمو کې د ټولو بنسټونو فعالیت په عادي ډول روان دی او کارکوونکوته یې د امنیت ډاډ ورکړی.

طالبان ادعا لري چې دوی زیات بدلون کړی او نویمو کلونو غوندي نه دي خو یو شمېر نهادونه ملګري ملتونه امریکا او نور هېوادونه بیا په دې نظر دي چې طالبانو بدلون نه دی کړی او خبرې يې یوازي ادعاوي پاتي شوې دي.

دوی وايي د طالبانو له کړنو داسې ښکاري چې هغوی هیڅ بدلون نه دی کړی او باید خپلو ټولو تعهداتو ته ژمن پاتي شي خو طالبان د خپل ژور بدلون ډاډ ورکوي او په یو شمېر ځایونو کې وایي چې اوس هم ټول ښوونیز مرکزونه فعاله او هرڅوک کولای شي په عادي ډلو سره خپلو ورځنیو کارونو ته دوام ورکړي.

Comments are closed.