The news is by your side.

ولي خان: له روانې جګړې ملاتړ کوونکې ترهه ګر او د افغانانو دښمنان دي

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان ملا مولانا فضل الرحمن تیره تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو په پرمختګ خوشخاله او دا جګړه ورته خوښي ورکوي.

خو اوس په دې غبرګون کې ایمل ولي خان چې د پښتونخوا مشهوره سیاسي فعال دی د مولانا فضل الرحمن وروستی دریځ چې د خوشحالي وو، غندلی او دا یې له افغانانو سره ښکاره دښمني بللې.

ایمل ولي خان په ښکاره ډلو سره وویل دا څنګه ولسواکي شوه چې یو څوک پر عام سټیج دریږي او په افغانستان کې د افغان وژنې له روانې جګړې ملاتړ کوي.

ولي خان پاکستان مخاطب کړ او د مونا خبرې  يې د افغانستان په چارو کې مداخلت وباله هغه وویل چې له روانې جګړې ملاتړ له افغانانو سره دښمني او پاکستان ته په کارده چې د ورته مداخلو مخه ونیسي.

نوموړي د افغانستان جګړه ترهه ګري وبلله او زیاته یې کړه چې د دې جګړې له ملاتړ کوونکو سره هم باید د ترهه ګرو په شان چلند وشي.

ایمل ولي خان پر داسې مهال دا مهمې خبرې کوي چې تازه پاکستان د خپلو پالیسیو د سمیدلو او همدارنګه له افغانستان سره د سولې په برخه کې د همکاري خبره کړې خو داسې ښکاري چې پاکستان لاهم په خپلو اوړو کې خاشه لري او ترسره شوې خبرې يې یوازي ژمنې  دي او د عمل په برخه کې يې همدا د فضل الرحمن خبرې پالیسي ده.

پاکستاني مولانا څه وویل؟

مولانا فضل الرحمن چې په افغانستان کې دا نوم یو له نفرتي نومونو دی تل یې په افغانستان کې دجګړې ملاتړ کړی او روانه جګړه يې جهاد بللی فضل اوس تازه ویلي چې د طالبانو په فتوحاتو خوشحاله دی.

طالبان ادعا کوي چې د جګړو له پیله تراوسه يې د ولایتونو ۱۵۰ ولسوالۍ نیولې دي اولاهم د پرمحتګ په حال کې دي او دا پرمختګونه به یې دوام ولري خو افغان دولت د طالبانو په وړاندې د جدیت خبره کړې او له لاسه وتلې ولسوالیو د بیرته نیولو خبره کوي خو حالت همداسې ویجاړ پاتي دی.

د پاکستان مولانا یوې لويي ولسی غونډې ته خبرې کولې او د افغان جګړې په هکله يې وویل چې طالبان ډیر ښه روان دي او فتوحات يې تر لاسه کړي.

د پاکستان د جمیعت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پر پاکستان د پالیسۍ جوړولو ږغ وکړ او زیاته يې کړه چې په افغانستان کې د طالبانو فتوحات روان دي او موږ په دې ډیر زیات خوښ یو

مولانا فضل الرحمن تر دې وړاندې هم د افغانستان روانه جګړه جهاد بللی او طالب جنګیالیو ته يې ویلي وو، چې باید جګړه وکړي او جهاد پرې فرض دی ترسره يې کړي.

Comments are closed.