The news is by your side.

د ازبکستان حيرانونکې پرېکړه

خبريال وېبپاڼه: وروسته له هغه چې په ۲۰۰۱ م کال کې امريکا په افغانستان باندې حمله وکړه د طالبانو سره د نړيوالو اړيکې په کامل ډول له منځه ولاړې او ډېری هېوادونو طالبانو د دهشت ګرو په نامه وپیژندل.

بايد يادونه يې وکړو چې له دې وړاندې هم د طالبانو سره د نړۍ مطلق اکثریت هېوادونو د طالبانو سره اړیکې نه درلودې او هغه یې د افغانانو استازي نه بلل، مګر کله چې امريکا د طالبانو سره رسمي دښمني او جنګ اعلان کړ نو بيا ددوی د نړۍ اړيکې په کامل ډول پرې شوې او نړيوالو د افراطي تروريستانو په توګه وپیژندل.

ان پاکستان چې پخوا يې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی و طالبان د تروریستانو په توګه وپیژندل او ددې ډلې ډېري مشران يې د ستر سپکاوي وروسته امريکا ته وسپارل، خو له دې ټولو هخوا نن چې شل کاله تېر شول اوس بيا ځينې هېوادونه د طالبانو سره د اړیکو په جوړلو بوخت دي.

خو اوس تازه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامل اف ويلي دي چې دوی طالبان د يوې تروریستي ډلې په توګه نه پیژني، دغه ازبک چارواکي ويلي چې طالبانو د افغانستان د باندې کوم تروريستي برید ندی ترسره کړی نو ددوی لپاره طالبان تروريستان نه دي.

که څه هم د امريکا سره خبرو وروسته د طالبانو څخه د تروريست شناخت په کمېدو شو خو تراوسه هم ددوی مشران د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دي خو د سياسي دفتر کړي بيا د شپږو نورو میاشتو لپاره هم ددې لېست څخه بهر شوي دي.

طالبانو د امريکا سره توافق کې دا ټکی ځای په ځای کړی دی چې ددوی د مشرانو نومونه باید د تور لیست څخه لرې شي خو د افغان حکومت او امريکا له لوري تراوسه ددوی دا غوښتنه په عملي ډول نه ده منل شوې، حکومت وايي طالبان د سولې د خبرو په نامه امتیازات اخلي خو د جګړې په ډګر کې لا هم وژنو ته زور ورکوي.

Comments are closed.