The news is by your side.

بګران زندان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ته سپارل کېږي

افغان چارواکو وايي چې د بګرام زندان مسوولیت د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ته سپارل کېږي. 

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند «صفی الله جلالزي» رسنیو ته ویلي، چې د دې ادارې یو هیئت د دفاع وزارت له هیئت سره بګرام ته تللی، څو د ستونزو د رفع کولو لپاره مشورې سره شریکې کړي او په دې اړه یوه طرحه جوړه کړي.

د جلالزي په خبره، چې په بګرام زندان کې شاوخوا څلور نیم زره بندیان شته، چې د القاعده په ګډون د نور بهرنیو شبکو کسان پکې دي.

دا خبرې وروسته له هغې کېږي، چې څو ورځې وړاندې له دې نظامي اډې څخه ټول بهرني ځواکونه ووتل او اوسمهال د افغانستان د ملي اردو په کنترول کې ده.

بګرام پوځي اډه چې د کابل شمال  ته په ۲۵ کیلومترۍ کې پرته ده، له ۲۰۰۱م راپدېخوا د امریکايي ځواکونو تر ټولو لوی مرکز بلل کېده.

په دې نظامي اډه کې د بندیانو لپاره یوه لویه بندخونه هم شته، چې د القاعده او طالبانو په ګډون د ډېرو بهرنیو ډلو بندیان پکې ساتل کېږي. ش

څه وخت مخکې طالبانو د دغه زندان په اړه ویلي و، چې په بګرام کې میشت بندیان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو افغان حکومت د طالبانو دغه ادعا ناسمه بللې وه.

Comments are closed.

koi finance