The news is by your side.

طالبانو د نوې جګړې او پر بهرنیانو د بریدونو خبر ورکړ

خبریال ویب پاڼه/ له سپټمبر میاشتي وروسته داسې ګنګوسې هم شته چې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سرتیري د امریکا په ګډون په افغانستان کې له سپټمبره وروسته هم پاتیږي چې په هکله يې اوس طالبانو غبرګون ښودلی.

د وسلوالو طالبانو د قطر دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین په خپله تازه مرکه کې ویلي چې نور په افغانستان کې د بهرنیانو حضور نه مني خو زیاته کړې يې ده چې د بهرنیانو ډیپلماټیک شتون سره هیڅ راز ستونزه نلري.

شاهین د خپلو خبرو په دوام پر وروستیو جګړو باندې سترګې پټې کړې او ویلي يې  دي چې دوی د زور له لارې نه غواړي چې واک ته ورته ورسیږي ولې نور ورته د بهرنیو ځواکونو شتون د منلو وړ نه دی.

شاهین له خپله طرفه وویل چې له ټاکلي  وخت وروسته که چیري د بهرنیو ځواکونو حضور دوام پیدا کړي نو د نویو جګړو او بریدونو د پیل خبر يې هم ورکړی.

بریتانیا خپل ځانګړي پوځیان پریږدي راپورنه وایي چې د بریتانیا د دفاع وزارت څخه داسې سندونه تر لاسه شوي چې ښيي له سپټمبر میاشتي وروسته هم ښايي یو شمېر بریتانیايي ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې پاتي شي.

یو شمېر امریکايي ځواکونه چې شمېر به یې تر ۱۰۰۰ نفرو ورسیږي د کابل په هوايي ډګر کې پاتیږي له هغه وروسته به ترکیه هېواد د کابل هوايي ډګر لپاره سرتیري واستوي او دا سرتیري به د ډیر وخت لپاره په کابل کې پاتي شي که څه هم طالبانو له دې هرڅه سره مخالفت کړی خو ښايي دا هېوادونه همداسې وکړي.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې راتلوونکی به څنګه شي خو روانه اونۍ او تیره اونۍ له افغانستان څخه د بهرنیو هېوادونو زیات سرتیري له افغانستان څخه ووتل تیره ورځ وروستی بریتانیايي سرتیری له افغانستان پښې سپکې کړې دوه ورځې وړاندې امریکا خپله تر ټولو لویه اډه بګرام افغان ځواکونو ته وسپارله او همدارنګه يې د جرمني اونورو هېوادونو سرتیري هم وړاندې له دې هېواده ووتل وروسته له هغه چې دا ټول اقدامات ترسره شول نو ورسره سم دلاسه طالبانو هم د دې هرڅه هرکلی وکړ.

طالبانو له ټولو چارو سره سره په افغانستان کې جګړه هم روانه ساتلې او غواړي  چې زیاتي سیمې د جګړې له لارې ونیسي

Comments are closed.