The news is by your side.

په لومړي ځل د هزاره سیاستوال خبرو پښتانه خوشحاله کړل

خبريال وېبپاڼه: وروستیو حالاتو حکومتي مشران ورخطا کړي دي، د افغان پوځ سره د امريکايي ځواکونو د همکارۍ د پای سره دې کار په افغان پوځ هم ناسم تاثير کړی دی.

له همدې کبله د حکومت ځینې مشرانو د خلکو څخه غوښتي دي چې د افغان پوځ تر څنګ د طالبانو په ضد په جګړه کې برخه واخلي، د دفاع نوي وزير بسم الله محمدي وويل چې هغه کسان چې د افغان پوځ ترڅنګ ودري د ټولو سره د هر ډول امکاناتو مرسته کوي.

که دا چاره د يوې خوا د ځينو کسانو د ملاتړ سره مخ شوه د بل لوري بيا ځینې خلکو مخالفت وکړ، په ټوله کې د شمالي ټلوالو او هزاره ګانو يو شمېر وکيلانو ددې کار څخه ملاتړ وکړ، خو دداسې خلکو شمېر هم کم ندی چې وايي افغان حکومت د پوځ اړتياوې نشي پوره کولی نو د نورو پاڅون والو ملاتړ به څه ډول کوي.

ددې ترڅنګ ځینې خلک اندېښنه څرګندوي چې دا خلک ډول غیرې مسول خلک وسله وال کول په رسمی ډول د ملیشو جوړول دي، ددې کار پايله به دا وي چې همدا ملېشې به سبا د کنترول څخه وځي،‌يا به د حکومت خلاف کار کوي او يا به د خلکو په ځورولو پيل کوي.

ددې هرڅه هخوا دا مسله نوره هم د غوښتنکو هويت حساسه کړې ده، په دې مانا د افغان حکومت هغه مشران د خلکو اولادونه د وطن دفاع ته رابولي چې پخپله یې اولادونه په بهر کې ناست دي، دوی د نورو هېوادونو پاسپورټ لري.

په دې اړوند د یوه هزاره علمي شخصيت او سياستوال څرګندونو ټول خلک په ځانګړي ډول پښتانه حيران کړي او خوښ کړي.

دغه هزاره سیاستوال علي محمدي ليکلي دي چې بې حياترين خلک هغه دي چې اولادونه یې په بهر کې په ساحلونو او پارکونو کې ساعتېري کوي، دوی په مليونونو ډالرو سرمايې بهر ته انتقال کړې دي، په جېب کې دوهم هېواد پاسپورټ لري خو دلته له خلکو غواړي چې وسلې ته لاس کوي او پاڅون وکړي.

Comments are closed.

koi finance