The news is by your side.

مولانا فضل: افغانستان کې د طالبانو جګړه د خپلې خوښۍ سبب بللې

خبریال ویب پاڼه/ مولانا فضل الرحمن چې په افغانستان کې دا نوم یو له نفرتي نومونو دی تل یې په افغانستان کې دجګړې ملاتړ کړی او روانه جګړه يې جهاد بللی فضل اوس تازه ویلي چې د طالبانو په فتوحاتو خوشحاله دی.

طالبان ادعا کوي چې د جګړو له پیله تراوسه يې د ولایتونو ۱۵۰ ولسوالۍ نیولې دي اولاهم د پرمحتګ په حال کې دي او دا پرمختګونه به یې دوام ولري خو افغان دولت د طالبانو په وړاندې د جدیت خبره کړې او له لاسه وتلې ولسوالیو د بیرته نیولو خبره کوي خو حالت همداسې ویجاړ پاتي دی.

د پاکستان مولانا یوې لويي ولسی غونډې ته خبرې کولې او د افغان جګړې په هکله يې وویل چې طالبان ډیر ښه روان دي او فتوحات يې تر لاسه کړي.

د پاکستان د جمیعت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پر پاکستان د پالیسۍ جوړولو ږغ وکړ او زیاته يې کړه چې په افغانستان کې د طالبانو فتوحات روان دي او موږ په دې ډیر زیات خوښ یو

مولانا فضل الرحمن تر دې وړاندې هم د افغانستان روانه جګړه جهاد بللی او طالب جنګیالیو ته يې ویلي وو، چې باید جګړه وکړي او جهاد پرې فرض دی ترسره يې کړي.

فضل الرحمن له ډیره وخته د افغانستان په مسله کې چپ پاتي وو، خو یوځل بیا يې د خولې کشک پرې شوی او د طالبانو د وروستیو بریدونو په هکله چې په لومړي کرښه کې يې بې ګناه ملکي وګړي قربانیان دي د خوښي په څرګندولو سره وویل طالبان فتوحات لري.

پاکستان په دې وروستیو کې ویلي چې د طالبانو په وړاندې به په خپله خاوره او تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې عملیات وکړي او اجازه به ور نه کړي چې طالبان نور له دې ځایه جګړه وکړي، دوی وویل چې د افغانستان په هکله خپلې پالیسۍ ته تغیر ورکوي او د دې هېواد د سولې او ثبات لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي، خو داسې بریښي چې پاکستان بیرته ډیر ژر په خپلو درواغو کې ډبل شو، د درواغو مزل لنډ دی او س دستي بیرته مولانا هرڅه دروغ کړل او د طالبانو پر وروستیو جګړو یې خوښي څرګنده کړه خو څوک نشته چې ورته ووايي چې ټولې ژمنې او خبرې مو درواغ دي

Comments are closed.