The news is by your side.

د حکومتي ټیم له لوري نوی وړانديز

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د حکومت د‌ مذاکراتي ټيم غړو د طالبانو استازو ته نوی وړانديز کړی دی، خبريال ته د مذاکراتي ټيم څخه معتبرو غړو منلې ده چې ددې ټيم له لوري د ولسمشر غني په هدايت باندې طالبانو ته خواست شوی دی چې په یوه ګډ حکومت دې د افغان ټيم سره خپله پریکړه شريکه کړي.

سرچینې وايي چې طالبانو د افغان هيئت دا نظر اورېدلی دی او د خپلو مشرانو سره یې شریک کړی دی، تر دې مهاله طالبانو په رسمي ډول دې وړانديز ته غبرګون نه دی ښودلی خو پخپله دا وړانديز تازه سوی دی.

سرچينو خبريال وېبپاڼې ته وويل چې د امريکا ځانګړی استازی هم د افغان ټيم له استازو سره په خبرو بوخت دی او تمه ده چې طالبان دا نوي وړاندیز ومني او په دې جدي مسله باندې جدي بحث پيل شي ترڅو د هېواد روان حالات بدلون وکړي.

حکومتي استازو ويلي دي چې دوی غواړي په دې اړوند د طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي او دا مسله د ټولو جزیاتو سره وڅېړل شي ترڅو د ترټولو مهمې مسلې يانې نوي حکومت په هکله جدي بحث وشي او دواړه لوري په یوه مناسب جوړښت توافق سره وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ ويلي و که چېرې د افغان حکومت سره د نوي حکومت په جوړښت باندې توافق وشي نو دوی تيار دي چې د اوربند په هکله اقدام وکړي او په افغانستان کې اوربند وشي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي که څه هم کېدی شي د دواړو لوریو لپاره د یو بل سره کار کول ډېر په زړه پورې نه وي مګر د افغانستان روان حالت دا ايجابوي چې دواړه لوري د ټولو ستونزو سره سره په یوه ګډ حکومت باندې توافق وکړي او افغانستان د يوه بل تاریخي ناورین څخه وژغوري.

د پوهانو په وينا په سيمه کې هرڅه د بدلون په حال کې دي که افغانستان په روان بدلون کې د سولې طرف د نوي پرمختګ د کاروان طرف ونه نيسي نو په يوه بې حسابه جګړه کې به ښکېل شي.

Comments are closed.