The news is by your side.

هغه څه چې ولسمشر يې غني یې بايد له تاجک مشر څخه زده کړي

خبريال وېبپاڼه: تاجکستان چې اوس د افغانستان په شمال کې يو ارام هېواد دی د نړيوالې سيالۍ په لور قدم په قدم روان دی، څو کاله وړاندې په دې هېواد کې هم د افغانستان غوندې يوې جګړې دوام درلود خو تاجک حکومت ددې جګړو په وړاندې ناکامه نشو او په پای کې د يو توافق په نتيجه کې په دې هېواد کې دايمي سوله رامنځته شوه.

مګر افغانستان چې ددې هېواد څخه په هر لحاظ لوی دی بيا هم تراوسه په دې نه دی بريالی شوی چې د څلوېښتو کلونو جګړې ته د پای ټکی کېږدي، له بده مرغه چې په افغانستان کې له ډېری مودې راهیسې کوم حکومت د زيات وخت لپاره دوام نه دی راوړی او یو قوي مرکزي حکومت نه دی رامنځته شوی.

خو څه خبره چې تاجکستان نه یوازې چې سولې ته ورسېده بلکې اوس د يو ډېر غښتلي مرکزي حکومت څښتن دی او په هېواد کې د حکومت په وړاندې هېڅ ډول باغيان شتون نلري، ټول خلک د مرکزي حکومت او قانون تابع دی او هيواد ورځ تر بلې په هر لحاظ غوړېږي مګر په ګاونډي یې افغانستان کې تراوسه پورې حالت بېرته په هېڅ صورت نه دي عادي شوي.

که څه هم افغانستان همدا اوس يو داسې ولسمشر لري چې غښتلې علمي تاريخچه لري مګر بيا هم په هېواد کې ذهني سفر د هېواد خلاف روان دی، په تاجکستان کې ددې هېواد حکومت د خلکو فکر په منظم ډول کنټرول کړی دی.

تاجک خلک ورانونکو سرچینو ته لاسرسی نلري ددې هېواد د حکومت لوري مناسبو سرچينو ته لارې خلاصې پرېښودل شوې دي، مګر کوم درس چې افغان حکومت او مشر يې له دوی څخه اخيستلای شي تراوسه هم لرې دی.

افغان مشر بايد له تاجک مشر زده کړي چې ددې هېواد ځوانانو ته کوم ډول فکري منابع وړاندې شي، اول بايد د خلکو فکر په ملي روحيه باندې خړوب شي، په ځانګړي ډول ځوانه طبقه بايد افغان پاله شي ترڅو د مخالفو هېوادونو دښمنو هیوادونو لاس ته افغان ځوانان په دومره اسانۍ ونه لوېږي.

Comments are closed.