The news is by your side.

د طالبانو له لوري جالب وړانديز

خبريال وېبپاڼه: امريکا د افغانستان څخه په وتلو لګيا ده او تمه ده په څو لنډو ورځو کې د امريکا پاتې محدود شمېر عسکر هم افغانستان ترک کړي، د افغانستان د ننه او بيرون افغانان او بهرنيان اندیښنه څرګندوي چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو داسې وتل به په افغانستان کې يوې شديدې کورنۍ جګړې ته لمن ووهي.

مګر تېره ورځ طالبانو په یوه اوږده ليکنه کې دې ټکي اشاره کړې وه او ادعا يې کړې وه چې بهرنيو رسنیو او نورو خلکو هغه اندیښنه بې ځايه ده چې وايي په افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال دی.

طالبانو ددې خبرې د ثبوت لپاره مثال ورکړی و چې په دې وروستيو کې ددوی ډله ډېری افغان ولسوالۍ بدون له جګړې نيسي او له کومو سيمو چې افغان پوځ وځي او طالبانو ته سپارل کېږي نو هلته بيا هېڅ جګړه شتون نلري.

یانې طالبان وايي چې افغان پوځ هرڅه دوی ته وسپاري همدا افغان حکومت هرڅه دوی ته وسپاري نو بيا خو دادي سوله راځي او که دوی ته چا هرڅه ورنکړل نو بيا دوی سوله غوښتونکي و چا چې هرڅه ورنکړل هغوي د سولې دښمنانان دي او دوی به یې حتماً وژني.

چې ډېر يې ساده‌کړو، طالبان وايي سوله يانې هرڅه دوی ته پرېښودل، که همدغه خبره څوک د طالبانو مشرانو ته وکړي چې تاسې هغه سيمې ته مه ورځئ چې هلته افغان حکومت دی نو ايا امکان لري چې هلته دې جنګ وي.

طالبان يو ډېر نادر تبليغاتي تکتيک کاروي، په هېواد کې جګړې ته زور ورکوي وروسته وايي چې افغان حکومت امن نشي راوستلی، په هېواد کې جګړه کوي‌ د عامه خدمت لپاره هرڅه سل چنده سختوي او ګرانوي وروسته وايی چې افغان حکومت خلکو ته خدمات نه وړاندې کوي.

دا په دې مانا نده چې افغان حکومت ډېر ښه خدمت کوي، په افغان حکومت کې فساد او ناغېړي په پرېمانه کچه شته، مګر طالبان له دې مسلې ډېر ناځوانمردانه استفاده کوي.

Comments are closed.