The news is by your side.

د چين د بهرنيو چارو وزير د افغانانو د زړه خبره سپینه وکړه

خبريال وېبپاڼه: په دوه زرمو کلونو کې چې امريکا افغانستان ته راتلله نو د چین او ان روسیې په شمول هېڅ هېواد یې مخالفت ونکړ، د نړۍ ډېری هېوادونو د امريکا د راتګ ملاتړ وکړ او ترڅنګ یې ورسره همکاري هم وکړه.

د امريکا څخه د نړيوالو دا هيله درلوده چې افغانستان ته په تګ به يې هلته د افراطيانو واک پای ته ورسیږي او په افغانستان کې به داسې یو هېواد رامنځته شي چې د نړۍ سره دوستانه اړیکې لري او هېڅ هېواد ته به ورڅخه ګواښ نه وي متوجه.

له همدې کبله ان چين او روسيې د امريکا د راتګ ملاتړ کاوه، مګر په افغانستان کې د امريکا د ښکېل کېدو وروسته ورو ورو د‌سيمې هېوادونه په دې قانع شول چې امريکا په افغانستان کې هغه څه‌ ونکړل چې ددوی تمه وه.

اوس چې امريکا د افغانستان څخه په داسی يو حالت کې پښې سپکوي چې په هېواد کې جنګ تر بل هر وخت زيات شوی دی او داسې امکان شته دی چې په افغانستان کې موجود نسبي نظم هم له منځه ولاړ شي نو ترټولو ډېر امريکا ته د افغانانو زړه ډک دی.

خو د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي تېره ورځ بيا په دې هېواد کې د خبرو په مهال داسې خبرې وکړې چې په عين حال کې د افغانانو د زړه خبرې هم وې.

ښاغلي وويل چې امريکا په افغانستان کې د موجوده حالت ملامته ده، د امريکا له تګ سره بياپه افغانستان کې بيا ګډوډۍ پېښې نشي او امريکا ددې ګډوډۍ مخه ونيسي، ده وويل چې امريکا بايد داسې ونکړي چې خپله پښې سپکې کړي ملامتيا هم په نورو هېوادونو واچوي او سيمه يوه ناورين ته پرېږدي، ښاغلي يی د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې امريکا بايد خپل پوځي انتقال په مسوولانه ډول ترسره کړي او په افغانستان کې د هر راز ګډوډۍ مخه ونيسي.

Comments are closed.