The news is by your side.

صالح: پر طالبانو نوی ګذار وکړ د هغوی  هیلي مړاوي کړې

خبریال ویب پاڼه/ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله ټویټر پاڼه طالبانو ته بیا زیاته کړې او شک يې ور ایستلی چې تاسو به بیا راځئ اودولت به نیسئ.

امرالله صالح طالبانو ته خلاصه کړې او ویلي یې دي طالبان هیڅ نه شي کولی چې حکومت ونیسي او واکمن شي ده د طالبانو  د هیلو شک يې ور وکیښ.

ده زیاته کړې چې اوس مهال د افغانانو د یوالي تر ټولو ښه فرصت رامنځ ته شوی دی او اشاره يې دې ته وه چې افغانان باید له دې فرصته ګټه واخلي او په خپلو منځونو کې یوالی وکړي.

امرالله صالح تل د طالبانو په وړاندې له جدي غبرګون څخه کار اخیستی او تل یې هغوی غندي نقد کړي او تورن کړي دي چې په افغانستان کې غیري انساني او غیري قانوني کړنې ترسره کوي.

که طالبان په زور حکومت ونیسي غبرګونونه څه دي؟

طالبان لاهم تراوسه په هغه خوب ویده دي چې دوی امریکا ماته کړې او دوی که هرڅه کول هیڅوک به مداخلت نه کوي خو د دوی نژدې ملګري پاکستان څو ځله د طالبانو د امارت د بیا راتګ مخالفت کړی عمرانخان وویل که چیري طالبان د زور له لارې واک ته ورسیدل نو ددوی پوځ به یې په وړاندې کوم اقدام ونکړي خو له افغانستان سره خپلې پولي وتړي، ده دا نه دي ویلي چې دا کار له ډاره او که مخالفته کوی.

تر دې وړاندې چین روسیې او نورو سیمه ییزو هېوادونو په افغانستان کې د امارت د بیا راتګ او د زور له لارې د یو بل حکومت د راتللو په هکله شدید مخالفت کړی وو، او د یوه داسې دولت د رامنځ ته کولو د ملاتړ هوکړه يې کړې وه چې د خلکو له لوري رامنځ ته شوی وي.

امریکا په تکراري  توګه ویلي چې دوی د زور له لارې د حکومت او د طالبانو د واک بیا تر لاسه کولو په هکله رضا نه بلکې مخالف دي جو بایډن د امریکا ولسمشر تیره ورځ په خپلو  خبرو کې وویل چې له افغانستانه دباندې د افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ لپاره چارې روانې دي او دوی به اغان ځواکونو هوایي ملاتړ هم وکړي

Comments are closed.

koi finance