The news is by your side.

دوه یاران به سره بیل شي بیلتون دی/ پاکستان او طالبان

خبریال ویب پاڼه/ دوه هغه یاران چې لوی او زاړه یار خپل نوی یار پیدا کړ او کلونه کلونه یې د دې یارانې کیږي دواړو یو د بل د خوشحاله ولو لپاره هرڅه وکړل او تراوسه يې دوام پیدا کړ طالب او پاکستان د یارانې دوه پاخه نومونه.

د طالب او پاکستان یاري

څو لسیزې وړاندې د افغانستان د اشغال او تسلط لپاره د افغانانو یوه ډله د پاکستان له لوري د یارانې تار راپورته حکومت يې  وکړ حکومت يې ړنګ شو او لاهم  د خپل ژوند شخوند وهي که څه هم داسې فکر کیږي چې د دوی ترمنځ یارانه پخه ده خو دا خبره غلطه ده طالبان که پاکستان سره هرنګه یارانه پالي خو پاکستان یوازي خپلو ګټو ته ګوري دوه درې ځله يې خپل پاخه یاران خرڅ کړي او اوس د ټولې ډلې د خرڅولو تکل شوی.

تراوسه پوري باید وویل چې طالبانو له خپل یار سره یارانه ښه پاللې او هیڅ راز دوکه او غلطه يې نه ده ورسره کړې خو د پآکستان یارانه پر فریبونو ولاړه ده دوی که طالب راوستی بیرته يې لیري کړی هم دی.

اوس داسې پوی اوحواس حس کیږي چې لوی یار په خپلو اتو کې ډبل دی او هیڅ یې طالب یار ته فکر نه دی او ګمان دا کیږي چې پاکستان به طالب ته نور رټ ځواب ورکوي چې یاره نور ورځه خپل کار کوه تر هرڅه دي تیر یم

د پاکستان بدلون

پاکستان په دې وروستیو کې له سیاسونو تر مسؤلینو را ولاړ شوي او د یو بدلون او د افغانستان په هکله یې د بیا کتنې خبره کړې لومړي وزیر عمران خان مخکې له مخکې وویل چې موږ د افغانستان په وړاندې خپلې پالیسۍ ته تغیر ورکوو، سیاسونو هم همداشان او پارلمان يې هم خوښه کړه باجوه تیره ورځ تر ټولو خطرناکه خبره وکړه چې موږ به په خپله خاوره او تر ولکه لاندې سیمو کې طالبان وځپو او و به یې شړو

د پاکستان د نظامیانو او استخباراتي چارواکو لویه غونډه جوړه شوې وه چې پکښي پر خپله بې طرفي او د افغانستان به مسله کې د نه ښکېلتیا خبره وشوه.

اوس تازه راپورونه وایي چې په دې اته ساعته ناسته کې پاکستان خپله ساره او اوږده سره پرتله کړل او ویې لیدل چې راتلوونکې اقدامات  لکه ددوی چې پلان وو، تر وسه تیر دی ځکه نو دې لوړ پوړو چارواکو ویلي چې په خپله خاوره کې میشت افغان ته طالبان به ځپي او د هغوی په وړاندې به عملیات پیل کوي.

دوی دا خبره ګونګه ساتلې خو یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې ډيری برخه یې قانون جوړونکي دي باجوه او د ای ایس ای رییس دا هم وپتېله چې دوی ته د افغان طالبانو په وړاندې عملیات ښايي ګران هم پریوزي خو خبره یې دا وکړه چې د دوی پر ضد به عملیات ترسره کیږي، او هرنګه غبرګون ته چمتوالی هم لري.

یوه تر ټولو مهمه خبره داده چې د افغانستان په مسله کې امریکا هم له پاکستانه خفه شوې او داسې راپورونه هم خپاره شول چې د ټولو سرتیرو وتلو وروسته ښايي امریکا پر پاکستان سخت بندیزونه هم وضعه کړي خو پاکستان له دې هرڅه څخه د خلاصون لپاره د امریکا د رضایت لپاره طالب قرباني کوي چې ورته به اډې ورکړي ستراتژیکه ملګرتیا به ورسره جوړه کړي بندډلونه ډالر به ورته ورکړي اوهمدارنګه به دوام ورکړي.

ځکه پاکستان نور په طالب کې خپل حیات او ګټه له لاسه ورکړې څومره چې طالب د ښه کیدلو او نړیوال کیدلو دعوه کوي هغو مره له پاکسنانه فاصله اخلي ځکه پاکستان نه غواړي  چې طالبان دي یوه ښه ډله و اوسي مشران او کشران دي يې نورو هېوادونو سره اړیکې ولري او د پاکستان په وړاندې دي هم یو وخت ودریږي

Comments are closed.