The news is by your side.

باجوه علی وزیر ته له پوځه بخښنه وغواړه هغه څه ورته ویلي

خبریال ویب پاڼه/ د پښتون ژغورنې مخکښ مشر او بنسټ ګر علی وزیر چې له څو مودو را په دې خوا زنداني وو، څو ورځې وړاندې خوشي شو چې باجوه یوه عجبه غوښتنه ځینې وکړه.

پاکستانیانو ته خپل ناپاک پوج هرڅه او پوج يې داسې فکر کوي  چې دوی کولای شي هرڅه وکړي هر صحي دي او سم د پاکستان پوځ په پاکستان کې په ټولو اموراتو کې پوره واکمن دی.

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه د ملي امنیت پارلماني غونډه کې ویلي وو، چې که علی وزیر له پوځه بخښنه وغواړي نو خوشي به شي خو په دې هکله علی وزیر غبرګون ښودلی.

علی وزیر پر خپله ټویټر پاڼه باندې د باجوه غوښتنه رد کړې او ویلي يې دي چې د باجوه خبرې د هغه قاضیانو پر مخ کلکه څپېړه ده چې په دوه محکمو کې يې زما د ضمانت غوښتنه رد کړه.

علی وزیر اوس د قومي اسمبلۍ غونډه کې اسلام اباد کې دی او د باجوه د غوښتنې رد يې ښايي یوله ښو کار کردګیو څخه وي ځکه ده ویلي چې له پوځه بخښه نه غواړي.

له پښتنو سره د پاکستاني ریاست ظلم

پاکستانی دولت تر خپلې ولکې لاندې پښتنو سیمو او ښارونو کې پر دې خلکو ظلم او تشدد روان کړی او هغه څه چې د دوی حقوق دي ترې اخیستې او له دې سره خوا يې دا پښتانه وژلي تښتولي او داسې نوري غیري انساني کړنې ورسره کړې دي.

کله چې د پاکستاني ریاست له لوري دا ظلم اوج ته ورسیده نو پښتانه زلمي هم لاس په کار شول او د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم يې لوی خوځښت رامنځ ته کړ چې اوس مهال د پښتون پر وړاندې څوک له تشدده او ظلمه څوک کار نه شي اخیستلی اودا پیاوړی غورځنګ چې د ازادۍ په لاره کې شهیدان ورکړی غړي يې زنداني شوي لاهم نورو قربانیو ته چمتو دي ترڅو نړیوالو ته وښيي چې پښتانه یو له هغه قومونو څخه دي سوله خیر غوښتوونکې دي او دا مهال ورسره سخت ظلم روان دی او په دې توګه د پاکستان د ناروا مخ څخه هم دویمه پرده پورته کیږي او لا نور به هم ذلیل شي

Comments are closed.