fbpx

د نیوزیلینډ په اوکلینډ کې د افغانانو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پیلیږي

نږدې دوه ورځې وروسته د جنورۍ پر ۲۷ مه نېټه د  نیوزیلینډ هېواد په اوکلینډ ښار کې د افغان کډوالو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پیلیږي دا ټورنمنټ د افغان کمونېټې له لورې په لاره اچول شوی دی چې موخه یې د افغانانو یوځای کېدل دي په دې سیالیو کې اته لوبډلې لوبېږي او سیالۍ به د (۸ )اورونو وي.

یاد ټورنمنټ چې د افغانان کډوالو پورې تړاو لري او د تفریح لپاره ورته یوه ښه زمینه ده تر څو یو بل وګوري او کرېکټ هم ترسره کړي،  په دې ټورنمنټ کې نوښت دادی چې د نیوزیلینډ ښارونو ترڅنګ د اسټرالیا څخه د افغانانو لوبډلې همداراز د انګلستان څخه هم د افغانانو لوبډلې پکې برخه لري.

ټورنمنټ به یکشنبې په ورځ په اوکلینډ ښار کې پیل شي چې اته ( ۸ ) لوبډلې په دوه ګروپونو باندې  ویشل شوي دي په لوبډلو کې:

الف ګروپ کې: احمدزی لوبډله،  افغان لالا ټیم، لیجنډز ټیم او افغان آل سټارس.
په ب ګروپ کې:
 افغان زلمي لوبډله، د مسافرو لوبډله، افغان سیکسرز او هامولیټن ایګلس شامل دي.

د ټورنمنټ جوړونکيي غړي رحیم صدیقي پر وینا دا اته واړه لوبډلې به لومړی ګروپي سیالۍ ترسره کړي له هغې وروسته به څلور مخکښې لوبډلې د ټورنمنټ نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړي او بیا به دوه ګټونکې لوبډلې د سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړي.

دا ټولې لوبډلې د افغانانو پورې تړاو لري چې ټول لوبغاړي به افغانان وي په دې ټورنمنټ کې بل دا نوښت دی چې سیالۍ د کرېکټ په معیاري لوبغالي کې کېږي او په اروپایې  هېوادونو کې د یکشنبې ورځ رخصت وي چې د افغانانو لپاره د تفریح غوره ځای دی.

د افغان کمونیټي غړو خبریال ویبپاڼې ته د غږیز پیغام له لارې وویل چې ټورنمټ به په یوه ورځ پیل شي او تر ناوخته به پای ته ورسېږي د دوئ پر وینا سیالۍ به ډېرې ترسره شي په یوه وخت اته لوبډلې کولی شي چې خپلې لومړنۍ سیالۍ وکړي.

د دې ټورنمنټ جوړونکي غړي افغان ځوان رحیم صدیقي خبریال ډاټکام ته وویل:
 چې په یوه  لوبغالي کې څلور ویشتنځایونه شتون لري او هره لوبډله به پرې سیالۍ د ورځې پیل نه تر ناوخته پورې وکړي .
د ده پر وینا د دې سیالیو یې هدف د افغانانو لیدل دي د دوئ یوځای کول او تفریح ورته برابرول دي.)

د یادونې وړده چې په دې وروستیو کې د افغان کډ والو لپاره ډیری داسې د تفریح لوبې برابریږي خو دا لومړی ځل دی په یوه لوړه سطحه یاد ټورنمنټ د افعانانو په هڅه ترسره کېږي.