عمرخان؛ ګرانه ده چې اوس طالبان جوړجاړی وکړي

خبريال وېبپاڼه: عمرخان؛ ګرانه ده چې اوس طالبان جوړجاړی وکړي، د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې په هکله ناهيلي ښودلې ده او په اوس وخت کې يې د طالبانو له لوري د جوړجاړي کول ګران بللي دي.

پاکستاني صدراعظم ويلي چې په افغانستان کې بايد هغه مهال د سولې فکر شوی وی کله چې په دې هېواد کې په لکونو بهرني پوځيانو شتون درلود، خان په دې باور دی چې په داسې مهال کې د سولې خبرو کولای شوی پايله ورکړي.

که څه هم ډېر د فکر لرونکي په دې اند دي چې په ريښتيا هم امريکا بايد تر هغه د پوځیانو د بهر کولو اعلان نه وی کړی چې ترڅو د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل او بريالۍ شوې نه وی خو د بلې خوا بيا د عمران خان څرګندونې د یوه منافقت پرته بل څه نه بولي.

د چارو شننونکي وايي اسلام اباد په پاکستان کې طالبانو ته د راحت يو جنت جوړ کړی دی نو طالبان خامخا ځانونه په امن کې بولي او د خبرو په مېز باندې صرف يوه خبره کوي چې صرف ددوی غوښتنې ټولې بايد ومنل شي.

شنونکي وايي چې طالبان پرته له دې چې په پاکستان پټن ځايونه ولري په افغانستان کې دومره سرزوري نشي کولای خو دا چې دوی په پاکستان کې راحت دي د سختې ورځې په راتګ سمدلاسه هلته نښتي نو ځکه يې اوس دوه پښې په يوه پايڅه کې دننه کړي دي او د خپل دريځ څخه هېڅ نرمښت نه ښيي.

پوهان وايي چې اسلام اباد او امريکا په ګډه په افغانستان کې طالبان په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د تاوتریخوالي زیاتولو ته هڅوي، ځکه اسلام اباد طالبانو ته ورځ تر بلې زيات ځای ورکوي، مالي امکانات يې زياتوي، نورو ډول ډول فعاليتونو ته يې د زياتولو اجازه ورکوي او امریکا په يو طرفه ډول خپله ستونزه حل کړه طالبانو ته یې نړیوال مشروعیت ورکړ او افغان حکومت یې ورسره په داسې حال کې يوازې پرېښود چې د طالبانو روحيه او موقف یې لوړ کړ.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More