چين له طالبانو مهمه غوښتنه وکړه، طالبان به یې ومني؟
خبريال وېبپاڼه: د طالبانو يو لوړ پوړی هيئت د چين په دوره دی، ددغه هيئت مشري ملا برادر کوي او نهه تنه طالبان ورسره مل دي.
د طالبانو وياند محمد نعيم ويلي دي چې سفر د چين په غوښتنه ترسره شوی دی، ويل کېږي چې دواړو لوريو د مهمو مسايلو په هکله خبرې کړې دي.
ملا برادر د چينايي مقاماتو سره تر لیدنې وروسته وويل چې چين د افغانستان يو قابل د باور دوست دی او د افغانستان خلک کولی شي چې په چين باندې د يوه ښه دوست په ډول اعتبار وکړي، برادر پخپلو خبرو کې زياته کړه چې دوی په افغانستان کې د چین د نقش او رول د زياتېدو غوښتونکي دي.
برادر د چين څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې په پروسه او همدارنګه په افغانستان کې د ودانيزو چارو کې خپل رول زیات کړي، ده وويل چې طالبان ژمن دی په افغانستان کې داسې يو ماحول رامنځته کړي چې چين پکې راحت پانګونه وکړی شي.
د بل لوري د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي وويل چې چين به تل د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی ولري، ده زياته کړه چې چين په افغانستان کې د مداخلې هېڅ ډول نیت نلري او په دې هېواد کې د سولې د راتګ او د ستونزو په حل کولو کې مرسته کوي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د طالبانو څخه د وغوښتل چې د شرقي ترکستان ډله چې يوه تروريستي ډله ده وځپي ځکه چې دا ډله يوه نړيواله تروریستي ډله ده او د چين ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتيا ته مستقيم ګواښ دی.
په داسې حال کې چې طالبان ځان د مسلمانانو خواخوږي بولي او د ترکستان شرقي ډله په چين کې د زور زیاتي څخه د بغاوت د خپل فعالیت سبب بولي اوس به د طالبانو څخه د چين دا غوښتنه دا ډله يوې ګرانې پرېکړې ته مجبور کړي.
تراوسه پورې طالبانو په مستقيم ډول ددې ډلې په اړوند د خپل دریځ څخه څه نه دي ويلي خو ملا برادر په پکن کې د خپلو خبرو په مهال وويل چې طالبان به هېڅ کومې ډلې او يا هېواد ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د چين په خلاف استعمال کړي.
Comments are closed.