د چين له لوري د طالبانو سره مهم ژمنه
خبريال وېبپاڼه: د چين د بهرنيو چارو وزير د طالبانو سره پخپله لیدنه کې وويل چې دوی په افغانستان کې د هیڅ ډول مداخلې نيت نلري، وانګ ايی زياته کړه په افغانستان کې مداخله نکوو او په دې هېواد کې د سولې د راتلو لپاره کمک کوو.
د طالبانو يوه هيئت چې ۹ نفره پکې شامل و نن چين ته ورسیده او په دې هېواد کې يې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ايي او د افغانستان لپاره د چين د ځانګړي استازي سره وليدل.
د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم پخپل ټویټر کې ليکلي دي چې د طالبانو يو سياسي هيئت د چين پلازمېنې ته ددې هېواد په رسمي بلنه رسېدلی دی، محمد نعيم وړاندې لیکي چې د طالبانو د هيئت به د چينايي چارواکو سره د سياسي، اقتصادي او امنیتي چارو په هکله خبرې کوي.
طالبانو ويلي دي چې دوی چينايي مقاماتو ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان خاوره به د چين په خلاف ونه کارول شي، طالبان همدا اوس د افغانستان او چین سرحد پخپل واک کې لري.
د طالبانو وياند ويلي دي چې چين د طالبانو سره ژمنه کړې ده چې د افغانستان د خلکو سره به خپلې همکارۍ زیاتوي، چينايي وزير زياته کړې ده چې دوی به په افغانستان کې هېڅ ډول مداخله نکوي بلکې د ستونزو په حل او د افغانستان د سولې په برخه کې به همکاري کوو.
طالبان اوس د افغانستان او چین سرحد په پوره ډول په خپل واک کې لري او چينايي چارواکي وېره لري چې دا سيمې د چين په ضد ددې هېواد د رقیبانو له لوري ونه کارول شي، خو طالبانو ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان خاوره به د چين په خلاف ونه کارول شي، ددې ترڅنګ طالبان د افغانستان او تاجکستان، افغانستان او ايران، د افغانستان او پاکستان يوه برخه پخپل واک کې لري، طالبانو ادعا کړې ده چې د هېواد ۹۰ سلنه سرحدونه پخپل واک کې لري.
افغان حکومت ويلي دي چې دوی يو شپږ مياشتينی پلان لري چې په اساس به یې سرحدونه او مهمی سیمې بندرونه د طالبانو له واک څخه وژغوري او ډېری سیمې به بېرته ترخپل واک لاندې راولي.
Comments are closed.