طالبان بهرنیو ته غاړه غړۍ ورځي موږ ته په جګړه
خبریال ویب پاڼه/ د طالبانو قطر دفتر غړي چین ته تللی او په دې هیله دي چې دا سفر به ورته ګټه وکړي او د سفر موزې په پښو د ملابرادر په مشرۍ ټول چین ته تللي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم په یوه ټویټ کې د طالب چارواکو د سفر پخلی کړی او زیاته کړې يې ده چې د ملا برادر په مشرۍ یوه ۹ کسیزه ډله د چین هېواد ته تللي او هلته يې له چینايي چارواکو سره لیدلي چې پر سوله يې ورسره خبرې کړې دي.
طالبان مشران د چین په سفر سره دریم سفر پوره کوي چې په دې میاشت کې يې ترسره کوي او د خپلو ګټو او ځان فعاله ښکارولو لپاره يې دا چاره ترسره کړې ده.
تراوسه پوري چین او افغان دولت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو طالبان یوازيی له نوري نړۍ سره ښې اړیکي غواړي او جګړه کول له افغانانو سره غواړي.
که څه هم طالبان وايي چې تر جګړه ورته د سولې خبرې مهمې دي خو اوس وخت کې یوازي پر جګړه تمرکز کړی او په یو شمېر ولایتونو کې يې درنې جګړې پيل کړې دي تراوسه پوري د کندهار هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو مرکزونو باندې جګړې روانې دي چې دواړو لورو ته پر مرګ ژوبلې سربیره ملکي وګړي ډیر زیانمن شوي دي او زرګونه کورنۍ دا مهال د کندهار په سره ګرمي کې بې کوره شوي او طالبانو له خپلو کورونو ایستلي دي.
له کندهار ولایت څخه راپورونه وايي چې جګړه ورځ تر بلې شدیده کیږي او طالبان هم ورځ تر بلې پرمختګ کوي خو تراوسه پوري دولت نه دی توانیدلی چې حالت یا کابو او یاهم وسلوال طالبان شاته کړي په و رته وخت کې له هلمند ولایت څخه هم راپورونه وايي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې نښتې شوې او طالبانو د لښکرګاه ښار پر کمربند باندې بریدونه ترسره کړي.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه نه کوي یو شمېر شرچینو کندهار هوايي ډګر ته د امریکايي پوځیانو د راتګ خبره هم کړې خو په رسمي ډول سره د دې خبر په هکله هیڅ پخلی نه دی شوی
Comments are closed.