پاکستاني طالبان: ژر به د پاکستان پر ولسوالیو هجوم ور وړو
خبریال وېبپاڼه/ پاکستاني طالبان وايي، ډېر ژر به پر پاکستاني پوځيانو حملې شدیدې کړې اږ څو ولسوالۍ يو په بل پسې ترې ونيسي.
دغه ډله وايي، د افغانستان له طالبانو سره ستونزه نه لري، نېکې هيلې ورته لري، خو جنګ يوازې د پاکستان د پوځ او د دغه هېواد د استخباراتو پر ضد کوي.
د پاکستاني طالبانو وياند نور ولي مسود وايي، دا اوازې بېخي بېاساسه دي چې ګواکې دوی له افغان طالبانو سره يو ځای شوي او د افغانستان د نظام پر ضد جنګېږي.
دی وايي، له افغان حکومت سره هيڅ ستونزه نه لري، بلکې ټول جنګونه يې يوازې تر پاکستان، پاکستاني پوځ او استخباراتو محدود دي.
مسود وايي، له افغان طالبانو سره يې اړيکې يوازې د ورورولي او همدردي په اساس دي.
د نور والي مسود په خبره، که هلته افغان طالبانو ځينې سيمې لاندې کړې دي، نو تر ډېورنډ کرښه هاخوا دوی هم د جنګ نوي تابيا نيولې او په لنډو ورځو کې به د پاکستان له پوځ څخه پرلهپسې څو ولسوالۍ ونيسي.
دی وايي، ژر به ځينې قبايلي ولسوالۍ له پاکستاني پوځيانو پاکې او ازادې کړي.
Comments are closed.