په کندهاريانو څه تېرېږي؟

خبريال وېبپاڼه: یوڅو ورځي کیږي موږ هم دغه حاجي کیمپ ته خپل کوچنیان او ښځي راوستلی، دلته موږ او نوري په سلګونو ښځي، کوچني مؤمنان، سپين ږیري او ځوانان له خپلو کورونو راو ورک د نامعلوم برخلیک په طمعه ژوند کوو.
په سره ګرمۍ کي د څو فامیلونو ښځي، نارینه او ماشومان په یو ځای کي اوسو او کوچنیانو مو پر توده مځکه راته پراته دي
موږ د میرویس میني له شهید پتیال لیسې سره خپل ځاني کور لرو په نیمه شپه طالبان راغلل موږ ته يي وویل ژر ووزی
زما مور ورته بوغاري کړي چي چیري ولاړسو داکوچنیان څه په وکړو
هغو ویل چي هرچیری ځی زموږ يې د بلا
ما په دغه نیمه شپه د کور ښځي او په خوب بیده کوچنیان له ډک کوره راویستل چي کوڅي ته راووتم نورو همسایګانو هم په چیغو دوري دوري سره ځغستل
شپه مو د څړک پر غاړه وکړه بیا دلته راغلو.
دلته یوازي د جنګ له سرو لمبو څخه زموږ په رقم دکندهارښار هغه عزتمني کورنۍ په دغه کیمپ کي سره راغونډ سوي دي.
د مهاجرینوریاست علاوه د کندهارهغه خدای دوستو تجارانو خپل ډېر کوښښ کړی دی ، چي زموږ بي کورو مشکلات را حل اوفصل کړي، خو په دونده زیاتو کسانو یوخدای رسیږي.
د راډیوګانو څخه مو اورېدلي دي، چي د کندهارښار په دننه کي دجنګ د لاسه ۷ زره فامیلونه د خپلو کورونو څخه راتښتیدلي دي
که چیري د هری کورنۍ اوسط غړي ۸ نفره داسي ویلای سم چي ۵۶ زره کندهارښاریان زما په شمول ډیر سخت ژوند تیروي.
که فکر ورته وسي دغونده نور کندهاریان د خپلو اقرباوو او دوستانو په کورونو کي پنا اخیستې ده.
هغه چي د خپلو کورو څخه نه دي راوتلي هغه بیا دا شل ورځي کیږي چي په بېره او وهم کي شپي کوي دا په دې خاطر هره شپه له هري خوا پر کندهاریانود مرمیو باران وي
د دولتیانو د خوا څخه اوانونه او د طیارو بمباریاني د طالبانو لخوا د لوی او غټو سلاګانو ږغونه زمونږ زړونه د سینی راکاږي
موږ کندهاریان د ګردو توپکوالاوو څخه په ټینګه غواړو چي پر دا ښځمنو او کوچنیانو مو زړه وسوزی، پر سپين ږیرو او ناروغانو رحم وکړی.
د خدای په خاطر دي د جنګ پرځای د صلحي خبري وکړی تر شخصي مفاداتو سره تیر سی
موږ عام کندهاریان په دي خبره بیخی پوه سوي یو دا ۴۰ کاله جنګ یوازي د مځکي له مخ څخه دګران افغانستان او شریفو افغانانو د محوه کولو لپاره روان دی.
لیکن بیاهم د خدای خاطر وکړی، د حضرت محمد( ص) روی ته وګوری اود حسن او حسین مبارکانو د مظلومیت په احترام پر موږ عامو خلګو رحم دلي وکړی.
که تاسی سل کاله هم دلته اور راباندی بل کړی لیکن موږ د افغانیت څخه د چا پلار هم نه سي جلا کولای.

احسان الله خیاط / کندهار ښار

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More