قریشي بیا درواغ وویل
خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي بیا کومه د درواغو لوبه پیل کړې او د افغانستان له غمه يې ویلي چې دا ځل يې له سعودي سره پرې خبره کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل دروغجن او بد کریکټر سره هغه څوک دی چې د عامو افغانانو ورڅخه نفرت کیږي او تراوسه پوري يې هم د هغه په خبرو باور نه دی کړی، شامحمود قریشي یوازي دې ته جوړ شوی که کوم افغان چارواکی پر پاکستان انتقاد وکړي نو دی ورته ناست او سمدلاسه يې ځواب ورکوي.
هغه په دې وروستیو کې د افغانستان د امنیت ډیورنډ کرښي او طالبانو په هکله ډیري مغرضانه خبرې وکړې چې د افغانانو ورڅخه نور هم بد وشو خو دی لا لګیا دی او د افغانانو لپاره د دروغو خبرو په خپرولو سره کار کوي.
اوس قریشي ویلي چې له سعودي سره يې د افغانستان او کشمیر په هکله خبرې کړې، دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه ورځني سفر پاکستان ته تللی.
شامحمود قریشي ویلي چې د سعودي له بهرنیو چارو وزیر سره يې د کشمیر ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په هکله هم نخبرې کړې او په افغانستان کې وضعیت بدلیدونکی دی جګړه شدیده شوې ځکه نو ياکستان او سعودي په دې هکله پر شته خنډونو او فرصتونو باندې خبرې کړې.
شته خنډونه او فرصتونه
موږ او تاسو ټول پوهیږو چې پآکستان د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره په راستي قدم نه دی اوچت کړی او نه یې هم يې ثابت قدم ایښی له همدې امله که هرڅومره وکړي نو له افغانستان سره به په دښمني باندې تمام شوي وي اوس چې قریشي هرڅومره منډې وکړي نو باور نه شي کیدلای او رښتیا همدادي چې دا خلک د افغانستان په هکله سمه اراده نلري
افغانستان د سولې په هکله فرصتونه لري خو خنډدونه یې همدا هېوادونه دي چې باید له دې کارونو څخه لاس واخلي
Comments are closed.