casino siteleri canlı casino siteleri
The news is by your side.

اسلامي هېوادونو ته د پوتین وړانديز

خبريال وېبپاڼه: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې اقتصاد او اسلامي نړۍ په غونډه کې ددغه غونډې ګډونوالو اسلامي استازو او مشرانو ته وويل چې دوی کولی شي د روسیې په مرسته باندې حساب وکړي.

ويلاديمير پوتين وويل روسيه د مسلمانو هېوادونو سره په تاریخي ډول ښې اړیکې لري او دغه اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراخېدو په حال کې دي نوموړي وويل؛ روسیه د اسلامي هېوادونو سره په تاریخي ډول ښې اړيکې لري او دا اړيکې هره ورځ نورې پراخېږي.

پوتین همداراز زياته کړه چې روسیه د اسلامي هېوادونو سره د تروريزم سره په مبارزه کې اوږه په اوږه ولاړ ده، ده وويل چې اسلامي هېوادونه کولی شي د تروریزم سره د همکارۍ په برخه کې دروسيې په همکارۍ او ملاتړ باندې حساب وکړي.

ولسمشر پوتين وړاندې وويل چې ددغه هیوادونو سره يې په بېلابېلو برخو کې په اقتصادي او اجتماعي او ساينسي برخو کې همکاري زياته شوې ده او دوی ليواله دي چې په دې ټولو برخو کې د اسلامي هېوادونو سره خپلو همکاريو او ګډ کار ته دوام ورکوي.

د روسیې له لوري په دې وروستيو کې د اسلامي هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې مثبت قدمونه اخيستل کېږي، که څه هم تر ډېره عربي اسلامي هېوادونه روسیه د ایران يو ملاتړې بولي خو د بل لوري بيا روسيې ته د عربستان د پادشاه سفر وروسته اوس داسې ښکاري چې روسيه د نورو اسلامي هېوادونو سره اړيکو جوړولو ته ليواله ده.

غربي هېوادونه په پرېمانه کچه د غرب څخه وسلې اخلي په دې وروستيو کې په سوريه کې د روسيې نظامي مداخلې ددې هېواد پوځي صنايعو ته د نورو هېوادونو پام ور زيات کړ، روسیې په سوريه کې د مداخلې په مهال يو ډول خپلې وسلې نړۍ ته ور وپېژندلې‌.

خو بيا هم يو لړ اسلامي هېوادونه روسيې ته ځکه غوسه دي چې په سوریه کې د بشرالاسد مرسته کوي، اسلامي هېوادونه د سوريې حکومت يو ظالم حکومت بولي او له روسیې په دې خفه دي چې د سوریې د مشر په ملاتړ یې په دې هېواد ډېری بې رحمه بمبارۍ وکړې او په لسګونه زره بې ګناه مسلمانان یې ووژل.

Comments are closed.