The news is by your side.

له ۲ ورځو راهيسې سلام مخابراتي شبکې کار پرېښی دی

خبريال وېبپاڼه: له ۲ ورځو راهيسې سلام مخابراتي شبکې کار پرېښی دی نن دوهمه ورځ ده چې په هېواد کې د سلام مخابراتي شرکت کار پرېښی دی، یو طرفه زنګ کله کېږي کله نه، انټرنټي خدمات په صفر ولاړ دي او هېڅ ډول انټرنټ کار نکوي.

په داسې حال کې چې شبکې پرون سهار کار پرېښود او نن یې دوهمه ورځ ده چې خلکو یې د ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي خو ددې شرکت رهبرۍ صرف د يوې خبرپاڼې زحمت هم ندی منلی.

دومره یې هم نه دي کړي چې د خلکو د پوهاوي لپاره په خپله فېسبوک صفحه کې وليکي چې د څه ډول ستونزې سره مخ دي څه وخت به دا ستونزه حل کېږي.

خلک نا خبره دي او فکر کوي چې کېدی شي لږ وروسته کار وکړي او يا کم تر کمه سبا ورځ کار پيل کړي، مګر حکومت دومره بې کفايته دی چې خلکو ته دومره پوهاوی او خبر نه ورکوي چې شبکه ستونزه لري.

نه د مخابراتو وزيرې معصومه خاوري تراوسه په دې هکله کوم وضاحت ورکړی او نه ددې شرکت په فیسبوک په رسمي صفحه کې کوم خبر او سپيناوی شتون لري.

په داسې حال کې چې حکومت د مخابراتو په برخه کې په خلکو درانه ماليات وضعه کړي دي او د هر افغان له پنځوسو افغانيو څخه پینځه افغانۍ ماليه اخلي مګر په هېواد کې مخابراتي خدمات بيا په دومره بد حالت کې دي چې يو سړی د پینځو دقیقو کار د افغانستان د مخابراتي شبکو له لارې په يوه ساعت کې نشي کولای.

نه يوازې چې حکومت له خلکو لوړ ماليات اخلي بلکې د انټرنټ او مخابراتي خدمتونو بيه هم په سيمه کې په بې ساري ډول لوړه ده، د مثال په ډول د روشن شبکې يو جي بي انټرنټ په ۲۵۰ افغانۍ دی.

د لوړو بيو او لوړو مالياتو په مقابل کې مخابراتي شرکتونه ترټولو بې کيفيته خدمات وړاندې کوي او سلام چې يوه دولتي شبکه وه اوس ددې هرڅه ريکارډ ماتوي دوه ورځې کېږي شبکه کار نکوي او دوی تراوسه هیڅ ندي کړي.

Comments are closed.

koi finance