The news is by your side.

ولسمشر له طالبانو سختې پوښتنې وکړې ايا ځواب یې لري؟

ولسمشر له طالبانو سختې پوښتنې وکړې ايا ځواب یې لري؟

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي بيرغ ورځې لمانځنې غونډې پر مهال وويل چې بيرغ زموږ د ملي ارزښتونو ښکارندوی دی.

غني له طالبانو سخته پوښتنه وکړه ايا ستاسو په دوره کې د ټول افغانستان په کچه يوازي يوه ملي پروژه تر سره شوه؟

د طالبانو ځواب به هم حتمي همدا وي چې نه څکه د دوی په دوران کې يوازې ښځې منعه کړل شوې په خلکو ږيرې په زور پرېښودل شوې او همدا رنګه داسي نورې مهمې د خلکو زورونې پروژې چې خلک به يې ازار او اضيت کول.

بل پوښتنه د دوی مشرانو ولس ته توضیحات ورکړي چې ولې يې اسامه ابن لادین ته پر ولسي ګټو ترجيع ورکړ ه خو ميلمه وو، بل چيرته به يې استوی

بله مهمه خبره دا چې ايا افغانستان بيا هم په نړۍ کې د محرومیت او وحشت په نوم و پيژندل شي يا نه؟

د ولسمشر پوښتنې

ايا غواړئ چې سوريه شئ يو لوی جنګ جنګ ته برابريږو؟

ايا غواړئ چې رامنځته ته شوې ابادۍ وياجاړي کړئ

غه وويل ۱۴ کاله کیږي چې موږ مسلمانان يو ولې يوڅو کسان د محدودو مدرسو له ادرسه راغورځيدلي او غواړي چې د اسلام څيره بدله کړي.

غني زياته کړه د افغانستان جنګ څو ځله د اسلامي نړۍ عالمانو او بيا په دې وروستيو کې د سعودي عربستان پاکستان او افغانستان ديني عالمانو د دې جګړې په هکله نظريات ورکړه او دا جګړه یې ناروا وبلله ځکه نو ويلای شو چې دا جګړه هيڅ اسلامي مشروعيت نلري.

ولسمشر غني وويل د دوحې خبرو کې مولوی بليغ احمدي او نورو طالبانو ته د قران د مباحثې بلنه ورکړه خو وکتل شو چې هغوی په بار بار ټينګار وروسته هم حاضر نه شول چې مخامخ ورسره کښېني.

ولسمشر د ملي بيرغ په هکله وويل چې کلي بيرغ زموږ د وحدت سمبول دی او ساتنه به یې کوو، او افغانانو له خپل وطن سره تل مينه درلوده.

 

Comments are closed.

koi finance