fbpx

ولسمشرغني په کابل کې د یوې شمېر هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

ولسمشر غني په کابل کې د یوې شمېر هېوادونو له سفیرانو سره کتلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړي دي.

ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي غني پرون ناوخته له ځینو سفیرانو سره په دلګشا ماڼۍ کې ولیدل.

سرچینه وايي، په دغه لیدنه کې چې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم شتون درلود، ښاغلي غني له سفیرانو سره د راتلونکو ټاکنو، د افغانانانو په مالکیت د سولې پر روانې پروسې، د هېواد په امنیت او یو شمېر نورو بحث وړ موضوعاتو خبرې کړې دي.

ښاغلي غني له حزب اسلامي سره د بین الافغاني سولې مذاکراتو بریالیتوب ته په اشارې ویلي، چې سوله به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مکمن وي او افغانان د با عزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.

د هغه په وینا د تروریزم تهدیدونه د سیمې لپاره ګډ خطر دی او له تروریزم سره په مبارزه کې د سیمې د هېوادونو او د افغانستان د بین المللي شریکانو رول مهم دي.

ولسمشر غني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له پرون راهیسې په مسکو کې د یو شمېر سیاسیون او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ په افغان سوله خبرې روانې دي.