The news is by your side.

د تا، لبانو او ازبکستان ترمنځ د‌ پېړۍ د پروژې تړون

خبريال وېبپاڼه: د ازبکستان ولسمشر خبريالانو په خبرو کې د افغانستان سره د يوې تاريخي پروژې د‌ پيل په هکله خبرې کړې دي او خبريالانو ته‌ يې معلومات ورکړي‌ دي،‌ د ازبکستان ولسمشر ويلي دي چې د کومې پروژې په هکله چې دی اوس معلومات ورکوي دومره لويه او مهمه ده چې دوی ورته د قرن يا پېړۍ پروژه وايي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وويل چې دا پروژه د ترمذ ښار د پېښور سره نښلوي، د ريل ګاډي دا پروژه د ازبکستان د تاریخ ترټولو ستره پروژه ده چې ددې هېواد د حکومت له لوري یې وړاندیز شوی دی، دا پروژه به د ازبکستان د ترمذ ښار د‌ مزارشريف او کابل له لارې د پېښور سره ونښلوي، د ازبکستان ولسمشر وويل چې دا پروژه د افغانستان لپاره هم د ازبکستان غوندې د یوه ډېر لوی ارزښت څخه برخمنه ده او په دې هېواد کې چې هرڅوک قدرت ته راځي نو ددې پروژې اهميت به ويني.

د ياد هېواد ولسمشر وويل چې دوی د افغانستان د نوي حکومت سره هم خبرې پيل کړي دي چې ددې پروژې پيل څه وخت او څه ډول وکړي، د همدې خاطره به د افغانستان د نوي حکومت ځینې چارواکي د ترمذ ښار څخه لیدنه هم وکړي، ښاغلي شوکت ونه ويل چې د افغانستان د نوي حکومت چارواکي به څه وخت ددې ښار ليدنه ترسره کړي، نوموړي وويل چې د افغانستان د نوي حکومت چارواکو لا له وړاندې ددې پروژې پلي کول‌ غوښتي دي.

ښاغلي شوکت وويل چې په اوس وخت کې ځینې ستونزې دي چې ددې پروژې پيل کول سختوي، دده په خبره د افغانستان حکومت تراوسه څوک په رسميت نه پېژني له همدې کبله نو ددې پروژې پيل کول ګران دي، ځکه ددې پروژې لپاره ښو مالي سرچینو او د نړیوالو همکاریو ته اړتیا ده چې په اوس وخت کې د افغانستان د حکومت سره د نړيوالو د اړیکو د نشتون له کبله دا کار ګران دی.

Comments are closed.