The news is by your side.

کاناډا د افغانانو لپاره د لويې خوښۍ خبر اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: د کاناډا صدراعظم د افغانستان د مسلې په اړوند پخپلو تازه څرګندونو کې د نورو اضافي افغان کډوالو د منلو اعلان وکړ، ددې هېواد د صدراعظم په وينا کاناډا لومړی اعلان کړی و چې دوی به شل زره افغان کډوال کاناډا ته ومني خو اوس دوی په افغانستان کې‌ موجود وضعيت د کتو سره پرېکړه کړې ده چې دا شمېره دوه برابره کړي او د افغانستان څخه ټول ټال څلوېښت زره کډوال ومني.

کاناډا په لومړي قدم کې هغه کسانو ته لومړيتوب ورکوي کومو چې په افغانستان کې د کاناډا د حکومت لپاره کار کړی وي او يا یې هم د کوم کاناډايي بنسټ يا رسنۍ سره کار کړی وي، له دې وروسته په دوهمه درجه کې بيا لومړيتوب د هغه کسانو دی کوم کسان چې په کاناډا کې لومړۍ درجه خپلوان لري، لکه پلار، مور، ورور، خور او مېرمن، له دې وروسته بيا کوم کسان چې کوم ځل کاناډا ته تللي و هم کولی شي ددې پروسې څخه ګټه واخلي.

له يادو شويو برخو پرته د کاناډا حکومت ويلي دي چې دوی به د افغانستان څخه د بشري حقونو مدافعین، مدني فعالان او ورسره ځينې خبريالان او خبريالانې هم وباسي، تراوسه پورې په دې هکله دقیق معلومات نشته دي چې د کاناډا حکومت به دا کسان د کوم ډول پروسې له لارې وباسي، خو ترټولو عامه لاره داده چې ډېری خلک د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له لارې وړانديز کېږي.

په ميلیونو خلکو‌ بهر ته د تګ لپاره په پاکستان، ايران او ترکيه کې د ملګرو د کډوالو ته ادارې ته خپل غوښتنليکونه سپارلي دي او په تمه دي چې د کاناډا هېواد او يا هم نورو معتبرو غربي هېوادونو لکه اسټراليا او برتانيا له لوري ورته د سفر کولو جواز او ويزه ورکړل شي.

Comments are closed.