The news is by your side.

چين د افغانستان د بشپړې بيارغونې لپاره تا، لبانو ته ۳ شرطونه وړاندې کړل

خبريال وېبپاڼه: چين یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د افغانستان نوی حکومت او ډېری افغانان ورڅخه دا هيله لري چې د افغانستان په بيا رغونه کې به برخه واخلي، ځکه چين د سيمې په هېوادونو کې په ټوله نړۍ کې پراخه پانګونه کوي نو پخپل ګاونډي کې یې پانګونه ترټولو طبيعي کار ګڼل کېږي، مګر د چين له لوري بيا داسې خبرونه راځي چې چين به دا کار وکړي مګر ددې لپاره خپل شرايط لري چې د هغوي د شرایطو په منل کېدو سره به دوی د افغانستان بيارغونې ته زړه ښه کړي خو پرته له دې چې شرطونه يې ومنل شي نو کار به ګران وي.

اوس چې په افغانستان کې شل کاله جګړه وشوه افغانستان هېڅ ډول بنسټيزه وداني نلري، په ۲۱ پېړۍ کې افغانستان تراوسه پوره برېښنا نلري ان د هېواد پلازمېنه کې برق ۲۴ ساعته نه دی، امريکا، نړيوال او بانک د پيسو نړيوال صندوق په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې د هغه پروژو د تمویل سخت مخالفت کاوه د کومو په عملي کیدو چی د افغانستان د خلکو په ژوند کې واقعي بدلون راته، له همدې کبله افغانستان اوس يو ويجاړ شوی هېواد دی چې د سره بيارغونې ته اړتيا لري.

په سيمه کې ډېر داسې هېوادونه نشته چې د افغانستان په بيارغونه کې د پام وړ برخه واخلي، امريکا خو معلومه ده چې د افغانستان د بيارغونې په هر کار کې خنډ جوړوي خو يوازنی هېواد چې د افغانستان په بيارغونه چې ورڅخه د هيلې تمه کېدی شي هغه چين دی، البته د چين څخه دا هيله کېدی شي خو چين هم خپل شرايط لري چې د هغوي څخه ځینې تراوسه پورې مشخص شوي دي.

چين هم لکه د نورې نړۍ وايي چې په افغانستان کې بيا يو ټول شموله حکومت رامنځته شي البته دا خبره کوي خو ورسره وايي چې دوی د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي، د بل لوري بيا چین په افغانستان کې د کامل امنيت غوښتونکی دی او له دې سخته وېره لري چې په افغانستان کې لويه پانګونه وکړي او ناکرارۍ ورسره زیاتې شي، د بل لوري بيا چین د هغه پروژو چې ودانوي یې د ګټې څخه ګټه غواړي او په څنګ کې د يوې فيصدۍ د دايمي مالکيت هيله هم لري.

ليکوال؛ سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance