د ترکیې مهم اعلان، تا، لبان سخت خوشحاله کړل
د ترکیې هېواد د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان نوي حکومت ته د رسميت په هکله ځینې اميدونه ورکړي دي، دغه څرګندونو کې د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر مولود چاوش اوغلو ځينې ښه خبرونه وړاندې کړل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ويلي دي چې دی پلان لري چې د نړۍ د نورو ځینې هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره یو ځای کابل ته يو سفر وکړي، او په کابل کې د افغانستان د نوي حکومت د مشرانو سره ليده کاته وکړي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله دقیق مالومات نه دی ورکړي چې په دې سفر کې به دده سره د کومو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران مل وي او څه وخت به کابل ته سفر کوي.
د افغانستان حکومت هم په دې اړوند څه نه دی ويلي خو د نوی حکومت ځينو مهمو پلويانو او مطرح خلکو دغه خبر ته خوښي ښودلې ده او ويلي یې دي، چې دا به د نوي حکومت د رسميت پېژندلو لپاره ډېر څه د ځان سره راوړي او د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې سفر به را لنډ کړي.
که څه هم دوی ته نېږدې کسان د رسميت په هکله هيلې لري خو د چارو شننونکي وايي چې نړۍ کومه ستونزه نلري نړۍ وخت لري خو نوی افغان حکومت وخت نلري او خلک د ستونزو سره مخ دي.
Comments are closed.