The news is by your side.

د امريکا لوی درستيز د افغان حکومت په سقوط کې د خليلزاد رول افشا کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د سولې په کشاله کې د خليلزاد په رول باندې د لومړي سر څخه نيوکې زياتې وې، ځکه افغانانو د بن د کنفرانس څخه چې په ترتیب کې یې خليلزاد پراخه ونډه درلوده ښه خاطره نه درلوده له همدې کبله د افغانانو سره وېره چې د دوحې له کنفرانس به خليلزاد د بن د کنفرانس غوندې يو بې بنسټه پايله را وباسي خو دا ځل بيا خليلزاد مسله د بن له کنفرانس څخه ډېره ناسمه مدیریت کړه او د ناورين ډکه يوه پايله يې رامنځته کړه.

تازه په همدې اړوند د امريکا لوی درستيز هم مهمې څرګندونې کړې دي او ويلي يې دي چې په حقيقت کې په دوحه کې د امريکا او تا، لبانو تړون هغه څه و چې د افغانستان د حکومت د سقوط پيل یې شروع کړ، مارک ميلي پخپله يوه‌ وينا کې يو ډول اعتراف وکړ چې ددوحه یو طرفه تړون د افغانستان د حکومت او پوځ لپاره په مادي او معنوي یو ډول یوه داسې ضربه وه چې تلافي کول یې ګران کار و.

ډېری شنونکي هم په دې اند دي چې د امريکا او تا، لبانو ترمنځ بايد تر هغه پورې تړون نه وی شوی ترڅو د تا، لبانو او افغان حکومت ترمنځ يو تړون نه وی رامنځته شوی، شننونکي له همدې کبله خليلزاد ملامتوي چې ولې يې پرته له دې چې يو ځل د افغان حکومت او تا، لبانو ترمنځ خبره حل کړي د تا، لبانو او امريکا خبره حل کړه.

خليلزاد د دوحې په تړون کې تا، لبانو ته هغه څه پرته له کوم تضمين څخه ورکړل کوم څه چې هغوي غوښتل، له همدې کبله نور دوی د افغانستان د حکومت سره جدي خبرو ته چندان اړتيا نه درلوده او صرف ورځې شمارلې چې د افغانستان امريکايي ځواکونه ووځي.

Comments are closed.