The news is by your side.

نجونې ددې څلور ډوله خوی لرونکو نارينه و څخه خاوند نه جوړوي

خبريال وېبپاڼه: ځينې خویونه دومره ناوړه دي چې د سمون چانس يې کم وي، په ځانګړي ډول دا خويونه د انسانانو ګډ او ټولنيزو ژوند ته ډېر زيان رسوي، په دې ليکنه کې د همدې ډول ځينې خويونو څخه در بحث کو، دا ډول خويونه که چېرې يوه ښځينه په نارينه کې وويني سمدلاسه ورڅخه خپله لاره بېلوي.

هغه کسان چې هېڅ نه خوښوي؛ دا ډول کسان له دې کبله چې په هرڅه نيوکه کوي، هرڅه نيمګړي ورته ښکاري نو تاسې هم نيمګري ورته ښکاری او تل يې ذهن ستاسې او يا د هرشي په نيمګړتياوو پسې وي، د يو شي مثبت لوری، مثبت مخ او اړخ ډېر کم ويني، تل د پيالې‌ نيمې برخې ته ګوري، دا ډول کسان ددې سبب کېږي چې د خپلې مېرمنې يا خپل بل دوست ټوله سايکولوزي او ذهن ور خراب کړي، له همدې کبله ښځينه ددې ډول نارينه و څخه تل د تېښتې په حال کې وي.

په هرڅه پوه کسان؛ هغه نارينه چې فکر کوي په هرڅه دی پوهېږي، ترټولو دی پوه دی، ددې ډول نارينه و سره ښځې يوه ورځ هم نشي تېرولی، ځکه دوی په حقيقت کې نور انسانان ترځان ډېر کوچني او کم‌ عقل ګڼي، ښځه هم په دې پوهیږي چې دده سره به یې ژوند صرف د يوې غلامې ژوند وي له همدې کبله ددې ډول نارينه و څخه ډیرې لرې ګرځي، دا ډول خلک په وروستۍ درجه خودخواه وي او تل د ځان په اړه فکر کوي.

بد عمل لرونکی کس؛ دا ډول کس چې بد عمل لري، مثال زر په غوسه کېږي، يا قمار وهي او يا دا ډول نور بد خويونه په حقيقت کې د ژوند ټول خوند له منځه وړي، که څه هم ځينې ښځې‌ دا فکر‌ کوي چې د وخت سره به سم شي خو حقيقت دادی چې د هغوی سمېدل ډېر ګران کار دی او يو عمر خواري غواړي، دوهم دا چې دا ډول کسان بل څوک نشي ښه کولی مګر ترڅو چې پخپله ونه غواړي، نو ښځې نه غواړي خپل يو عمر ددې ډول کسانو په رغولو تېر کړي او له دوی سمدلاسه فاصله نيسي.

د مور زوی؛ هغه نارينه چې تراوسه د يو ماشوم په شان وي، تراوسه د مور کوچنی زوی وي د ښځو هېڅ نه خوښېږي، ښځینه هغه نارينه خوښوي چې د خپلې مستقلې او خپلواکې ارادې خاوند وي د هر چا سره ښې اړیکې ولري او د ټولو سره خپل حدود معلوم کړي، دا ډول کسان په ژوند کې د هرڅه په رهبرۍ باندې پوه وي او ښځې ورسره خوشحاله ژوند تېرولی شي.

Comments are closed.

koi finance