The news is by your side.

عاجل؛ قطري وزير د تا، لبانو لپاره ډېر بد خبر اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د افغانستان لس ميليارده امريکايي ډالر د امريکا له لوري قيد شوي دي په دې هېواد کې دننه د‌ نغدو افغانیو او ډالرو کمښت په ځوړ اقتصاد نور هم ځوړ کړی او ضعيف کړی دی، د افغانستان د نوي حکومت چارواکي هڅه کوي چې د افغانستان دغه قيد شوې پيسې د ډيپلوماټيکو لارو خلاصې کړي او د افغانستان اقتصاد ته يو تازه نفس ورکړي.

مګر د قطر د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ يوې غونډې ته د وينا په مهال وويل چې هېڅ ډول کومه لاره او پروسه تراوسه پورې نه ده مشخصه شوې چې د هغه په اساس د افغانستان قيد شوې پيسې خلاصې شي، ياد وزير د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې د اوس لپاره د تا، لبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د قطر او نړۍ لومړيتوب نه دی بلکې د اوس لپاره لومړيتوب دادی چې د افغانستان سره بشري مرستې وشي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې وي چې دا هېواد تازه د تا، لبانو، امریکا او اروپايي ټولنې د استازو د خبرو کوربه و، تا، لبان په دې هڅه کې دي چې د خپل حکومت لپاره نړيوال مشروعیت ترلاسه کړي په څه چې دوی تراوسه نه دي بريالي شوي.

مګر نړيوال تراوسه پورې وايي چې تا، لبانو د نړيوال مشروعیت لپاره تراوسه شرايط نه دي پوره کړي، د سپينې ماڼۍ وياند جن ساکي پخپله وينا کې وويل چې دوی تراوسه پورې دا تصميم نلري چې تا، لبانو ته د افغانستان قيد شویو پيسو ته د لاسرسي امکان ورکړي.

شنونکي وايي چې تا، لبان پخپله تګلاره ټينګار کوي او د افغانستان د خلکو کړاو او بې وزلۍ ليدو سره سره بيا هم هغه ډول رفتار کوي کوم چې د دولت دارۍ لپاره مناسب نه دی او حکومت دا ډول نه کېږي، د شنونکو په خبره حداقل تا، لبانو بايد د اوس لپاره خپل هغه کسان وزیران نه وی معرفي کړي کوم چې په تورلیست کې دي او امريکا ورباندې جائزې اعلان کړې دي، ترڅنګ یې بايد د نجونو تعليم ته اجازه ورکړې وی، شنونکي وايي چې د نجونو د تعليم په وړاندې هېڅ ډول شرعي ممانعت نشته څه چې اوس تا، لبان کوي صرف بې ځايه بهانې او د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي.

Comments are closed.