The news is by your side.

بېړنی خبر: امريکا د تا، لبانو څخه يو مهم بنديز لرې کړ

خبريال وېبپاڼه: د امريکا متحده ايالات چې د افغانستان د نوي حکومت سره د اړيکو په هکله د‌یوه امتحان څخه تېرېږي ورو ورو په نوي افغان حکومت باندې بندیزونه را نرموي، د نوي افغان حکومت سره د امريکا د ګډکار هيله که د يوې خوا ګرانه ښکاري خو د بلې خوا د سیمې روان حالت امريکا دې ته مجبوروي چې د نوي حکومت سره ګډ کار بلاخره د یو ځای څخه پيل کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخکې د امريکا حکومت په یوه تازه اقدام کې د تا، لبانو د پخواني حکومتي چارواکو مخه امریکا ته خلاصه کړې ده، ددې پرېکړې په بنسټ د تا، لبانو د پخواني حکومت مامورين که شرايط پوره کړي کولي شي چې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي، که څه هم په دې هکله سمدلاسه دقیق مالومات نشته دي مګر تمه کېږي چې په لنډ وخت کې ددې پرېکړې جزيات عام شي.

په دې خبر کې د افغانستان د نوي حکومت د چارواکو په هکله څه نه دی ویل شوي، د يادونې وړ ده چې د اوسني حکومت ځینې مشران اوس هم د امريکا په تورلیست کې دي، چې د بعضو په سر يې د امريکا حکومت نقدي جايزې هم اېښي دي.

د چارو شنونکی وايي چې د امريکا حکومت په یو دم د نوي افغان حکومت سره اړیکې نشي پيل کولی، ځکه چې دا به د امريکا د حيثيت لپاره یو بل سوال وي، خو د فرعي لارو په پيل به امريکا ورو ورو د افغانستان د نوي حکومت سره اړيکې جوړې کړي.

پوهان په دې باور دي چې د امريکا ډيموکراسي، د بشر حقوق د ښځو حقوق صرف یو شعار دی لکه تر دې نوم لاندې په هغه هېوادونو چې ددوی ګټې نه مني فشار وروړي او که چېرې دا هېوادونه ددوی پټې غوښتنې ومني نو بيا دوی سره بدون له هېڅ ستونزې اړيکې پالي چې ښه نمونه يې سعودي عربستان او ځینې نور عربي هېوادونه دي.

Comments are closed.

koi finance