The news is by your side.

پاکستان غواړي نړۍ تا، لبان په رسمیت وپیژني خو خپله یې نه پېژني

خبريال وېبپاڼه: دا چې په افغانستان کې د اشرف غني حکومت يا داسې ووايو د غرب له ملاتړ برخمن حکومت نسکور شو نو په پاکستان کې عامو او خاصو د خوښۍ جشنونه نیول او سخت خوښ و، ددې هېواد صدراعظم عمران خان په هغه مهال په یوه بيان کې وويل چې افغانانو د خپلې غاړې د غلامۍ پړی لرې کړ او آزادۍ ته ورسېدل.

جالبه ده چې خان اوس افغانستان ازاد ګڼي خو همدا ازاد افغانستان اوس په رسميت نه پېژني، د بل لوري بيا د پاکستان حکومت په نړيوالو غږ کوي چې د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني، د افغانستان سره همکاري وکړي، د تا، لبانو سره تعامل وکړي که نه نو د افغانستان حال به د نوي يمو کلونو حال ته ورسیږي.

عمران خان د ازاد افغانستان د رسمیت لپاره نړيوالو ته وينا کوي له هغوي غوښتنه کوي مګر پخپله بيا دا کار نه ترسره کوي، حال دا چې که دوی د نوي حکومت سره په اړيکو کې صمیمیت درلودی نو اوس بايد پيل دوی کړی وی کېدی شي ورو ورو نورو هېوادونو هم دوی تعقيب کړي وی او د افغانستان نوی حکومت یې په رسمیت پېژندلی وی.

مګر پاکستان د تل شان يوه د بد نيت ډکه پاليسي په مخ وړي، نه يوازې چې حکومت په رسمیت نه پیژني بلکې په ځمکه او هوا کې د افغانستان د خلکو د موجود مجبوريت او بدې ورځې څخه کافي استفاده کوي.

ددې هېواد حکومت په افغانستان باندې خپلې ځمکنۍ لارې تړلې دي او د افغانستان مېوې د خوسا کیدو په حال کې دي، د تل په شان پاکستان د افغانستان په زيان کې خپلې ګټې ويني، د بل لوري ددې هېواد حکومت خپل هېواد ته افغان هوايي الوتکې نه پرېږدي خو د خپلو الوتکو ټکټونه یې د سلو ډالرو څخه دوه زره اوه سوه ډالرو ته پورته کړي دي.

Comments are closed.