fbpx

هلمندوالو له امنيتي او دفاعي ځواکونو کلکه ملاتړ او ننګه وکړه

هلمندوالو د يوې لوی غونډې په ترڅ کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو، موجوده حکومت او نظام څخه په کلکه ملاتړ او ننګه وکړه.
د افغان پوځ د منحلېدو په اړه يې د عباس ستانکزي  څرګندونې په سختو ټکو وغندلې او هم يې موقئت حکومت د تاريخ تيرو تجربو ته په کتو د خلکو او نظام لپاره خطرناکه ياد کړ.
له افغان حکومت او وسله والو طالبانو يې د بين الافغاني سولې او خبرو اترو غوښتنه وکړه او دغه راز يې په مسکو کي د تنظيمونو او سياسيونو له لوري د سولې په اړه غونډې نمايشي او بې مانا وبللې.
په پای کې يې وياړلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته ګلونه او ملي بيرغونه ور پر غاړه کړل.