fbpx

کابینې د ټاکنو د قانون د تعدیل طرحه تصویب کړه

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند، شاه حسین مرتضوي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا طرحه نن د کابینې له خوا له تصویب کیدو وروسته د ولسمشر غني له خوا توشیح شوې هم ده.
دا طرحه له دې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال، سرور دانش په مشرۍ او یو شمیر سیاسي ګوندونو، نوماندانو او مدني بنسټونو له خوا منل شوې وه.
د نوي قانون پر اساس به د ټاکنو کمیسیونونو کمیشنران او د درالانشا مشران، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې له خوا وړاندې کیږي، چې بیا وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د رایو په توافق سره ټاکل کیږي.
همداشان د دغه تعدیل له مخې رای ورکوونکيد نوملیکنې پرمهال د بایومټریک په واسطه ثبتیږي او همدا راز ټاکنو په ورځ د دوی هویت هم د همدې ماشینونو له خوا پیژندل کیږي او ورسره د رایو شمیرنه هم د بایومټریک پر مټ ترسره کیږي.
همداشان راتلونکي ټاکنې به MDR یا مختلط سیستم پر اساس ترسره کیږي.